له دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د یاد وزارت سرپرست وزیر احمد جواد عثماني تېره ورځ دا خبرې د عاشورا مراسمو د ترسراوي کمېسیون له غړو سره په ناسته کې کړې دي.
نوموړي په دې لیدنه کې ویلي چې دغه وزارت به د ماسک او ضدعفوني موادو د برابرېدو په برخه کې د عاشورا مراسمو له ترسره کوونکو سره مرسته وکړي.
د عاشورا مراسمو د ترسره کېدو کمېسیون د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې دغه مراسم د محرم میاشتې له پنځمې تر یولسمې په پرانیستې فضا کې ادا شي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس هم کورونا ویروس په هېواد کې د خپرېدو په حال کې دی او نن هم ۴۵ تنه د هېواد په مختلفو برخو کې پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


