د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې دا خبره کړې ده.
بلخوا، یو شمېر ساینس پوهانو د روسیې پر جوړو شوو واکسینو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې شاید مسکو په دغه کار کې بیړه کړې وي او پړاونه یې سم نه وي عملي کړي.
یوه نظر پوښتنه په ډاګه کوي چې نېږدې نیمایي ساینس پوهان د روسیې د جوړو شوو واکسینو په تړاو ډاډنه نه دي.
بل لور ته د روسیې جمهور رییس ولادیمیر پوتین ویلي، د واکسین له چمتو کولو مخکې یې ټول احتیاطي تدابیر په پام کې نیولي.
دا واکسین پر داسې مهال بازار ته وړاندې کېږي چې لاهم کورونا ویروس په نړۍ کې د خورېدو په حال کې دی.
تر اوسه په ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس تر ۲۰ میلیونه ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې او تر ۷۰۰ زره ډېر کسان یې مړه کړي دي.


