د ملي امنیت شورا دفتر وایي، له طالب بندیانو د تعهد اخیستلو او هغوی ته د جامو برابرېدو په دلیل د یادو بندیانو د خوشي کېدو لړۍ لږ څه وخت نیسي.
د ملي امنیت شورا په مشاوریت کې له رسنیو سره د ارتباط مسول حشمت الله ناطق کلید ته وویل، د دغو بندیانو دوسیې بشپړې شوې او ۸۰ تنه یې ازاد شوي دي.
په ورته مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه له ښکېلو خواوو غوښتي چې د سولې پروسه چټکه او بین الافغاني خبرې ژر پیل کړي.
خو وسله وال طالبان ټینګار وي، تر هغه چې د دوی پاتې ۴۰۰ طالب بندیان خوشي نه شي، نو بین الافغاني خبرې به پیل نه کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


