ads

د افغانستان د هوایي چلند ملي اداره: د کورونا وبا له کبله ۴۰ میلیونه زیان اووښتی

د هوايي چلند خپلواکې ادارې مسوولين وايي، د کورونا ویروس له خپرېدو او د قرنطين محدوديتونو له وضع کېدو وروسته د روان ميلادي کال د جون مياشتې تر پايه يادې ادارې شاوخوا ۴۰ ميليون ډالر زيان کړی دی.

منصور یوسفزی
25 زمری 1399
د افغانستان د هوایي چلند ملي اداره: د کورونا وبا له کبله ۴۰ میلیونه زیان اووښتی

د هوايي چلند خپلواکې ادارې مسوولين وايي، د کورونا ویروس له خپرېدو او د قرنطين محدوديتونو له وضع کېدو وروسته د روان ميلادي کال د جون مياشتې تر پايه يادې ادارې شاوخوا ۴۰ ميليون ډالر زيان کړی دی.

د يادې ادارې رییس محمد قاسم وفايي‌زاده د شنبې په ورځ يو خبري کنفرانس کې وويل، د قرنطين پرمهال د اريانا افغان او کام اېر هوايي شرکتونو هم د پروازونو بندېدو له امله ۳۰ ميليون ډالر زيان کړی دی.

نوموړي زياته کړه، د قرنطين پرمهال په يو شمېر هېوادونو کې د بندپاتي افغانانو د انتقال په موخه ۴۱۲ بهرني پروازونه شوي چې په ‌کې ۷۵زره افغانان هېواد را انتقال شوي دي.

وفايي‌زاده هيله څرګنده کړه چې په راتلونکې سپټمبر مياشت کې به بهرني پروازونه بياځلي پيل شي.

نوموړي وويل:

«په افغانستان کې د کورونا ویروس د لومړۍ پېښې له ثبتېدو وروسته د روان ميلادي کال د جون مياشتې موږ د عوايدو له پلوه ۴۰ ميليون امريکايي ډالر زيان کړی او همداراز د اريانا افغان او کام‌اېر هوايي شرکتونو هم ۳۰ ميليون ډالر زيان کړی دی، اوس‌مهال يو شمېر عربي هوايي شرکتونو فعاليت کوي، خوم ترکش هوايي شرکت خپل پروازونه ځنډولي دي، يو شمېر هېوادونو ژمنه کړې وه چې د اګېسټ مياشتې په پای کې به پروازونه پيل شي، خو زموږ مالومات ښيي او هيله مند يوو چې د سپټمبر مياشتې په لومړيو کې به پروازونه بيا ځلي پيل شي.»

نوموړي دغه‌راز په روان لمریز کال کې له کابل، کندهار، هرات او مزار شریف له هوايي ډګرونو څخه د يو شمېر قاچاقي توکو کشف او ضبط ته په اشارې وويل، له يادو څلورو هوايي ډګرونو ۶۶۸۶ ګرامه طلا، ۲۶زره او ۸۳۰ ګرامه نشه‌يي توکي او ۸۱۷ ميله خفیفې وسلې نيول شوي او د دې ترڅنګ له بهرنيو پروازونو شاخوا ۳۰ ميليون ډالر او له داخلي پروازونو شاوخوا نيږدې ۴۴ ميليون امريکايي ډالر کشف او ضبط شوي دي.

وفايي‌زاده وويل:

«د روان لمریز کال له پيل څخه د کابل، کندهار، هرات او مزار شریف هوايي ډګرونو څخه ۶۶۸۶ ګرامه طلا، ۲۶زره او ۸۳۰ ګرامه نشه‌يي توکي او ۸۱۷ ميله خفیفې وسلې نيول شوي او د دې ترڅنګ له بهرنيو پروازونو شاخوا ۳۰ ميليون ډالر او له داخلي پروازونو شاوخوا نيږدې ۴۴ ميليون امريکايي ډالر کشف او ضبط شوي دي او دا د تېر کال په پرتله کموالی ښيي او لامل یې هم دا دی چې سږکال د کورونا ویروس د خپرېدو له امله پروازونه ځنډول شوي وو.»

په ورته مهال د حامد کرزي نړيوال هوايي عمومي رییس سيد عمر صبور وايي، د کورونا ویروس د ګواښ مخنيوي په موخه یې د روغتيا وزارت له لارښوونو سره سم د حامد کرزي په هوايي ډګر کې صحي تدابیر نيولي دي.

دی زياتوي، د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر روغتيايي کلينک سربېره ۲۴ ډاکټران په درېيو بېلابېلو شفټونو کې کار کوي، څو د کورونا ویروس له خپرېدو څخه مخنیوی وشي.

صبور ډاډ څرګند کړ چې په ياد هوايي ډګر کې اصلاحي پروګرامونه په چټکۍ سره روان دي او د بشپړ اصلاحاتو لپاره یې اقدامات پيل کړي ډي.

نوموړي وويل:

«موږ ته د هوايي چلند خپلواکې ادارې له لوري راکړل شوی ماسټر پلان د پلي کېدو په حال کې دی، موږ خپل اقدامات پيل کړي دي، څو د حامد کرزي په هوايي ډګر کې اصلاحات رامنځ‌ته کړو، د کورونا ویروس د بياځلي خپرېدو د ګواښ مخنيوي په موخه هم لازم تدابير نيول شوي دي، موږ په دې هوايي ډګر کې د روغتيايي کلينيک سربېره ۲۴ ډاکټران موظف کړي چې د کورونا ویروس له ګواښ څخه محنیوی وشي.»

افغانستان د کورونا ویروس لومړۍ پېښه شاوخوا شپږ مياشتې مخکې ثبت شوه چې اوس‌مهال ۳۷زره او ۵۵۱ کسان پر ياد ویروس اخته شوي، له ډلې یې ۱۳۷۰ کسان مړه او ۲۷زره او ۱۶۶ نور بيا مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت چارواکو بيا ډاډ څرګند کړی چې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر مخ پر ټيټېدو دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA