د هلمند ولایت په لښکرګاه کې تېره ورځ د پاکستان هېواد پر ضد پراخ لاریون تر سره شو او ۱۴ اګست چې د یاد هېواد د خپلواکۍ او د بېرغ ورځ ده یوه توره ورځ یاده کړه.
لاریون کوونکو د پاکستان هېواد بیرغ ته اور واچوو او دا هېواد یې په نړۍ کې پر دوه مخي توپ تورن کړ.
دغو لاریون کوونکو پاکستان هېواد د افغانستان دښمن، په نړۍ کې د ترورزم پیدا کوونکی او په افغانستان د روانې بدبختۍ اصلي لامل وباله.
د لښکرګاه ښار یو تن اوسېدونکی عزت الله عبرت پاکستان هېواد په نړۍ کي پر جاسوسۍ او دوه مخيتوب تورن او په افغانستان کې د نا امنۍ سرچېنه وګڼله .
«پاکستان یو جاسوس او یو غلام ملک دی، پاکستان هغه ملک دی چې د نړۍ هرهېواد ترې کرکه لري او پاکستان باید د نړۍ په تورلیست کې شامل شي، پاکستان همېشه پر افغانانو باندې ظلمونه کړي دي او د افغانانو په منځ کې بې اتفایي اچوي او افغانستان کې یې روانه جکړه توده ساتلې ده»
دغه لاریون کوونکي ډېرغوسه وه دوی مرګ پر پاکستان او مرګ پر پنجابیانو شعارونه ورکول او د پاکستان هېواد بیرغ باندې یې سره کرښه راتاوه کړې وه او د یاد هېواد بیرغ ته یې اور هم ورته کړ.
لاریون کوونکو پاکستان هېود د افغانستان دښمن او پر افغانانو ظلم کوونکی یاد کړ.
دوی له پاکستان هېواد څخه غوښتنه وکړه چي د سپین بولدک دروازه دې د لر او بر افغانانو پرمخ پرانیستل شي.
«موږ د پاکستان مداخله په افغانستان کې نه غواړو مرګ پر پاکستان او مرګ پرپنجاپیانوموږ په پخپل افغانستان کې سوله غواړو»
«موږ پاکستان ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان پرځینو ولایتونو توعندیزبریدونه کوي حال داچې د اختر په شپه کې د سپین بولدک او چمن ترمنځ څو افغانان یې په شهادت ورسول موږ خپل د وینو غچ اخلو او موږ د پاکستان هېواد څخه د سپین بولدک او چمن د دروازې خلاصېدل غواړو»
دا په هلمند ولایت کي لمړی ځل نه دی چې د پاکستان هیواد پر وړاندې لاریون ترسره کېږي، پنځه ورځې وړاندې هم په زرګونه هلمندیانو د یاد هېواد پر وړاندې یې یو لوی لاریون تر سره کړ او یاد هېواد بېرغ ته یې اور ورته کړ او دا هېواد یې د افغانانو دښمن او د تروریزم ځاله یاده کړه .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

