ads

په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې دوه تنه غړي ونیول شول

تېره شپه د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ په یوولسمې ویالې سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو شپنې عملیات ترسره کړل،  چې پر مهال د داعش ډلې د ښاري شبکې دوه غړي نیولي دي

جان اغا صالح
25 زمری 1399
په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې دوه تنه غړي ونیول شول
شپني عملیات

ننګرهار کې د داعش وسله والې ډلې د ښاري شبکې دوه غړي ملي امنیت نیولي دي.

د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تیره شپه د بهسودو ولسوالۍ په یوولسمې ویالې سیمه کې شپنې عملیات ترسره کړي،  چې پر مهال د داعش ډلې د ښاري شبکې دوه غړي په نامه د قاري صابر او عبدالعزیر نیولي دي.

سرچینې زیاته کړې چې نیول شویو کسانو په هوایي ډګر په برید کې هم مهم رول درلود.

داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA