ads

په خوست ولایت کې یو تن له دوه کړۍ وسایطو ضد ماینونو سره نیول شوی

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې نن سهار ددې ولایت د اسماعېل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ملکي هوایي میدان ترڅنګ پولیسو یو تن له دوه کړۍ وسایطو ضد ماینونو سره یو ځای نیولی دی.

بختاجان بختیار
25 زمری 1399
په خوست ولایت کې یو تن له دوه کړۍ وسایطو ضد ماینونو سره نیول شوی

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې نن سهار ددې ولایت د اسماعېل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ملکي هوایي میدان ترڅنګ پولیسو یو تن له دوه کړۍ وسایطو ضد ماینونو سره یو ځای نیولی دی.

د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول عادل حیدر کلید ته وویل چې نوموړي کس غوښتل چې یاد ماینونه د موټر سایکل په واسطه خوست ښار ته انتقال کړي، خو پولیسو پېژندلی او نیولی یې دی.

تراوسه ددې پېښې په هکله کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA