ads

فوزیه کوفي د نامعلومه وسله‌والو په برید کې ټپي شوې ده

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي، پرون ناوخته نامعولومه وسله‌والو پر فوزیه کوفي وسله وال برید کړی چې له کبله یې نوموړې سطحي ټپي شوې ده.

شمس الرحمن شمس
25 زمری 1399
فوزیه کوفي د نامعلومه وسله‌والو په برید کې ټپي شوې ده

د افغان مذاکراتي پلاوي پر غړې فوزیه کوفي وسله وال برید

د سولې په برخه کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي پر خپله ټوېټر پاڼه خبر ورکړی دی چې د سولې مذاکراتي ډلې یوه غړې فوزیه کوفي پرون ناوخته د پروان کابل په لاره د ناپېژاندو وسله والو له برید سره مخ شوې ده.

د نوموړي په وینا فوزیه کوفي سطحي ټپي شوې او اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA