د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، په ختيځ ولایت ننګرهار کې يې ډیورنډ کرښې ته څېرمه په ګوشتې ولسوالۍ کې پوځي تمرینات ترسره کړي دي.
دغه وزارت پرون ماښام په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې په شویو تطبیقاتو کې پلیو، کمانډو، ضربتي، پوله ساتو او هوایي ځواکونو ګډون درلود.
سرچېنه زیاتوي چې په دغو تمریناتو کې له بېلا بېلو وسلو څخه کار اخیستل شوی دی.
د پوځ لوی درستيز یاسین ضياء چې له نږدې یې دا تمرینا لیدلي وایي، دا پوځي تطبيقات د افغانستان دوستانو او دښمنانو ته پيغام لري، همدا چې دوی له خپلې خاورې په هر حالت کې دفاع کولی شي او ورته چمتو دي.
افغان پوځ دا تمرینات داسې مهال کوي چې په دې ورستیو کې پاکستان د ډیورنډ پر فرضي کرښه د اغزن تار لګولو، توغندیزو بریدونو په غبرګون کې په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پاکستان پرضد لاریونونه تر سره شول او له افغان حکومته یې وغوښتل چې پر ډیورنډ فرضي کرښه دې د پاکستان د تحرکاتو مخنیوی وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

