ads

ترکیه له متحده عربي اماراتو سره اړیکې پرې کوي

د دغه هېواد رسنۍ خبر ورکوي چې جمهور رییس رجب طیب اردوغان د بهرنیو چارو وزیر ته امر کړی چې له ابوظبي سره خپلې اړیکې وځنډوي او یا خپل سفیر بېرته راوغواړي.

شمس الرحمن شمس
25 زمری 1399
ترکیه له متحده عربي اماراتو سره اړیکې پرې کوي

د ترکیې حکومت وايي، په ابوظبي کې د خپل سفارت تړلو او له عربي متحده اماراتو سره د خپلو  دیپلوماتیکو اړیکو ځنډولو ارزونه کوي.

د دغه هېواد رسنۍ خبر ورکوي چې جمهور رییس رجب طیب اردوغان د بهرنیو چارو وزیر ته امر کړی چې له ابوظبي سره خپلې اړیکې وځنډوي او یا خپل سفیر بېرته راوغواړي.

د ترکیېې بهرنیو چارو وزارت هم د اماراتو دغه پرېکړه غندلې او په وینا یې امارات غواړي د منځني ختیځ اصلي موضوع چې د فلسطین مسئله ده له ایران سره پر مقابله بدله کړي.

بل لور ته د ایران بهرنیو چارو وزارت له اسرائیل سره د محتده عربي اماراتو سیاسي اړیکو ټینګولو پرېکړه ‘د شرم وړ او خطرناکه ‘ بللې ده.

د امریکا جمهور رییس ډونلډ ټرمپ تېره ورځ اعلان وکړ چې متحده عربي‌ اماراتو او اسرائیل د خپلمنځي اړیکو د نورمالولو هوکړه کړې ده.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د ابوظبي د شهزاده محمد بن زاید په یوه ګډه اعلامیه کې تېر ماښام وویل، تمه لري‌ چې دا تاریخي پرمختګ به په منځني ختیځ کې د سولې سبب شي.

په دې اعلامیه کې راغلي، د دې تړون له کبله به اسرائیل په ختیځه تړانګه کې د فلسطین د خاورې قبضه کول بند کړي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA