ads

په کابل ښار کې موټر سایکل بم چاودنې یو تن سرتیری ټپي کړ

امنیتي چارواکي د کابل ښار ۱۷مې حوزې اړوند د ویس قرن جومات ته نږدې د یو موټر سایکل چاودنې خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
24 زمری 1399
په کابل ښار کې موټر سایکل بم چاودنې یو تن سرتیری ټپي کړ

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل چې ترهګرو له چاودیدونکو توکو ډک موټر سایکل د جومات دروازې سره نږدې ځای پر ځای کړی و او غوښتل یې چې د جمعې له لمانځه وروسته د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ورته چاودنه ورکړي، خو امنیتي ځواکونو کشف کړ او تر لمانځه د مخه یې چاودنه وکړه.

د نوموړي په وینا په دې پېښه کې یوازې یو تن سرتیری ټپي شوی دی.

«کله چې خلک د جمعې لمانځ ادا کولو لپاره ټول جومات ته داخل شول نو د کشفي ارګان یو کارکوونکی د جومات مخې ته پر یو موټر سایکل شکمن کېږي او د څیړنې لپاره موټر سایکل ته ورنږدي کېږي چې موټر سایکل چاودنه کوي  او له کبله یې یو سرتیر ټپي کېږي.

د دښمن هدف دا و کله چې لمونځ کوونکي له جومات څخه د راووتو پرمهال وي چاودنه ورکړي خو له نېکمرغه هدف ته رسېدو وړاندې موټر سایکل چاودنه کوي او تن پکې ټپي کېږي»

تر اوسه د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې وړاندې د کابل په شېرشاه سوري جومات کې چاودنې د څلورتنو ژوند واخیست او  اته لمونځ کوونکي یې ټپیان کړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA