ads

په فاریاب ولایت کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د افغانستان ۲۰۹ شاهین قول اردو خبر ورکوي چې په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۷ تنه وسله‌والو مخالفینو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

شمس الرحمن شمس
24 زمری 1399
په فاریاب ولایت کې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي
افغان امنیتي ځواکونه/ کندهار

د دغه قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وایي چې پرون د ملي اردو یو اکمالاتي کاروان د فاریاب د مرکز میمنې ښار له کمپ څخه د خواجه سبز پوش پر لارې روان وو چې په لاره کې یې له وسله‌والو طالبانو سره نښته رامنځته شوه.

دده په خبره جګړې کابو یو ساعت دوام وکړ چې په ترڅ کې  ۳ وسله‌وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور یې ټپیان شول.

نوموړی زیاتوي چې په نښته کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اووښتی او په خوندي ډول خپل منزل ته رسېدلي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA