ads

متحده عربي‌ امارات او اسرائیل په خپلو کې د اړېکو جوړولو هوکړه کړې

د امریکا د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب عربي متحده امارات او اسرائیل په خپلو کې د سولې هوکړې ته نږدې شوي دي

شمس الرحمن شمس
24 زمری 1399
متحده عربي‌ امارات او اسرائیل په خپلو کې د اړېکو جوړولو هوکړه کړې

د راپورونو له مخې متحده عربي اماراتو او اسرائیل د خپلمنځي اړیکو د نورمالولو په هدف یوه هوکړه کړې ده.

بهرنیو رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د ابوظبي د شهزاده محمد بن زاید په یوه ګډه اعلامیه کې هیله ښودلې ده چې دا تاریخي پرمختګ به په منځني ختیځ کې سوله راولي.‌

سرچېنه زیاتوي چې اسرائیل به د هړکړې له مخې په ختیځه تړانګه کې د فلسطین د خاورې قبضه کول بند کړي او نور به دا ډول هڅه نه کوي.‌

دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل تر دې دمه له هېڅ کوم خلیجي‌ هېواد سره دیپلوماتیکې اړیکې نه درلودې، خو په سیمه کې د ایران نفوذ د دې سبب شو چې دې دواړو هېوادونو څه موده وړاندې غیر رسمي اړیکې ټینګې کړې.

د معلوماتو پر بنیاد په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل له جوړېدو راهیسې دا یوازې دریم ځل دی چې یو عربي هېواد ورسره د سولې هوکړه کوي او د بشپړو دپلوماتیکو اړیکو پر سر هوکړې ته رسېږي.

له دې وړاندې مصر په ۱۹۷۹ کې او وروسته اردن په ۱۹۹۴ کې ورته پرېکړه کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA