ads

افغان حکومت ۸۰ تنه طالب بندیان خوشي کړل

د افغانستان د ملي امنیت په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دا بندیان پرون خوشي شوي او ژمنه یې کړې ده چې بیا به د جنګ ډګر ته نه ستنېږي.

شمس الرحمن شمس
24 زمری 1399
افغان حکومت ۸۰ تنه طالب بندیان خوشي کړل

افغان حکومت د څرخي پله له زندان څخه د ۸۰ تنه طالب بندیانو د خوشي کولو خبر ورکوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دا بندیان پرون خوشي شوي او ژمنه یې کړې ده چې بیا به د جنګ ډګر ته نه ستنېږي.

سرچېنه زیاتوي چې دا کسان د هغه ۴۰۰کسیز لست برخه دي، چې خوشي کول یې مشورتي لویې جرګې تایید کړې او حکومت ته یې په دې اړه د اقداماتو صلاحیت سپارلی و، څو بین الافغاني خبرې ژر پیل او په هېواد کې یو دایمي او سرتاسري اوربند قایم شي.

افغان حکومت وایي د پایداري او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره اړینه ده، چې د سولې نور طرفونه هم له خپلو مسؤلیتونو او توافقاتو سره سم لازم اقدامات او د وخت له ضایع کولو پرهېز وکړي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو ویلي، هر کله چې د حکومت لخوا د پاتې څلور سوه طالب بندیانو خوشي کولو پروسه بشپړه شي، نو دوی به په اوونۍ کې دننه بین الافغاني خبرې پیل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA