ads

ارزګان ته د امنبتي وضعیت ارزونې په هدف یو لوړ پوړی پلاوی تللی

د ارزګان د امنیتي وضعیت ارزونې په هدف له کابله د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی پرون ناوخته رسېدلی، ترڅو هلته په امنیتي او نورو موضوعاتو له ولسونو او چارواکو سره له نږدې خبرې وکړي .

احسان الله ولسمل
24 زمری 1399
ارزګان ته د امنبتي وضعیت ارزونې په هدف یو لوړ پوړی پلاوی تللی

د ارزګان د امنیتي وضعیت ارزونې په هدف له کابله د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی مرکز ترینکوټ ته رسېدلی.

 له شمیم خان کټوازي سره په دغه پلاوي کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز معاوین ډګر جنرال محمد شعیب، د کورنیو چارو وزارت د تعلیماتو معین محمد انور بریپال او یو شمېر نورو چارواکي او د ولس استازي برخه لري.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شميم خان کټوازي پرون په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې د جمهور رییس محمد اشرف په هدايت او د ارزګان د خلکو په غوښتنه دغه ولایت ته په سفر راغلی

نوموړي وايي، ارزګان ته يې د سفر هدف د شته ستونزو حل کولو او د اړتيا پرمهال د چارواکو په دندو کې تغير راوستل دي.

ارزګان ته دا لوړ پوړی دولتي پلاوی داسې مهال سفر کوي چې د ولایتي شورا او ځایي خلکو په خبره په دې ورستیو کې ددغه ولایت په مرکز ترینکوټ او والسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو تحرکات او بریدونه ډېر شوي، چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA