ads

خوستي ځوانان: لوړې زده کړې مو کړې، خو دندې نه پيدا کېږي

یادو ځوانانو دا خبرې په هغه راټولېدنه کې وکړې چې د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ځوانانو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه.

بختاجان بختیار
23 زمری 1399
خوستي ځوانان: لوړې زده کړې مو کړې، خو دندې نه پيدا کېږي

ددې ولایت یو تن ځوان نجیب واثق وایي، که څه هم پدې وروستیو کې کالونو کې افغان حکومت د ځوانانو د مقررۍ په برخه کې یو څه لاسته راوړنې لري، خو ولې اوس هم تر ډيره په اداراتو کې د د وړتیا ځای روابطو نېولی:
«موږ منو چې پدې ورستیوکې په دولتي اداراتوکې د ځوانانو جذب ته یو څه پام شوی، خو ولې اوس هم ډيری ځوانان ګیلې لري، چې ګني په اداراتو کې ترډيری د ظوابطو ځای روابطو نیولی.»
یو بل ځوان طایب الرین بریال هم له افغان حکومته ګیله لري، چې ګني ځوانان د لوړو زده کړو اسناد په لاس لري، خو په وظیفو پسې په یوه او بله اداره کې لالهانده ګرځي:
«زموږ ډیر ځوانان چې له پوهنتونو فارغ دي او یا یې له بهره له ماسټرۍ راوړې، خو له بده بخته چې کار ورته نه پيداکېږي، غوښتنه مو له افغان حکومته داده چې د ځوانانو د تقرر په برخه کې پر یوه ځانګړي مکانیزم کار وکړي.»
د خوست د والي ویاند طالب منګل هم مني، چې ګني د لوړو زده کړو درلودونکي بې شمیره ځوانان بې وظیفې ګرځي، چې دولت باید ورته د کار زمینه برابره کړي، خو هغه وایي چې ولایتي ادارې پدې برخه کې د پام وړ کار کړی:
«ولایتي اداره ژمنه ده چې ځوانانو ته د دولتي دوایرو ترڅنګ په خصوصي سکتور کې هم د کار زمینه برابره کړي، ولې اوس تر ډيره د روابطو ځای ظوابطو نېولی چې ښه مثال یې د ملکې ثریا د برېښنايي ازموینې مرکز دی، چې سل فیصده ازموینه یې سل فیصده شفافه ده.»
ځوانان که څه هم مني چې په تیرو څو کالونو کې د ځوانانو د مقررۍ په برخه کې کار شوی، خو ولې اوس هم تر ډیره لوړې زده کړې لرونکي ځوانان له دې کبله مایوسه شوي، چې ګني په اداراتو کې وړتیاوو ته نه کتل کېږي او تقرر په روابطو کیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA