ads

د امریکا په ټاکنو کې د بایډن د بریا چانس ۷۱ فیصده دی

د فایوترټي ایټ په نوم نوې نظر پوښتنه ښيي چې د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د جوبایډن د بریا چانس ۷۱ فیصده اټکل شوی دی.

محمدخان بریال
23 زمری 1399
د امریکا په ټاکنو کې د بایډن د بریا چانس ۷۱ فیصده دی

په دې نظر پوښتنه کې د امریکا د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د بریا چانس یوازې ۲۹ سلنه بلل شوی دی.
د فایوترټي ایټ په نظر پوښتنه کې دا هم ویل شوي، که څه هم بایډن مخکې دی، خو وبه لیدل شي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال ټاکنې کوم نوماند ګټي؟
په پام کې د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنې د روان میلادي کال په نومبر میاشت کې ترسره شي.
دغو ټاکنو ته د ټرمپ او بایډن په ګډون ډېری کسان نوماندان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA