دوی زياتوي، د شېر دروازې دېوالونه او نور لرغوني ځايونه د هېواد د تاريخي هويت ښکارندوي کوي، حکومت بايد دغه دېوالونه بېرته ورغوي او ساتنه یې وکړي.
شېر دروازې دېوالونو ته نېږدې د سيمې اوسېدونکي وايي، د ژمي موسم په رارسېدو سره هر کال د دغو دېوالونو ډېری برخه ويجاړېږي او که حالت همداسې دوام وکړي، نو ډېر ژر به دا دېوالونه په بشپړ ډول ويجاړ شي.
دوی ټينګار کوي، د کابل سيند شاوخوا تاريخي ودانۍ، د شېر دروازې تاريخي دېوالونو او نورو لرغونو ځايونو په ړنګېدو سره د هېواد تاريخي هويت له منځه ځي.
ابراهيم کليد ته وويل:
«له بده مرغه په کابل کې ډېری لرغونې ودانۍ او تاريخي ځايونه د لهمنځه تلو په حال کې دي، که چېرته دا تاريخي ځايونه لهمنځه ځي، نو زموږ هويت هم ورسره لهمنځه ځي، کله چې موږ دا ادعا کوو چې پنځه زره کلن تاريخ لرو، نو اړتيا د خپلې دې ادعا د ثبوت لپاره تاريخي ځايونه خوندي وساتو.»
بل لور تاريخپوه استاد حبیبالله رفیع وايي، تاريخي اثار او لرغوني ځايونه د هنر بېلګي دي او هر هغه هېواد چې ډېر تاريخي اثار او ځايونه ولري، د تاريخ له پلوه د لوړ مقام درلودونکی هېواد بلل کېږي.
استاد رفیع ټينګار کوي، ولس بايد حکومت دې ته اړ کړي، څو پاتې تاريخي اثار او لرغوني ځايونه خوندي وساتي او يا یې هم د بيارغونې لپاره اقدامات وکړي.
نوموړي کليد ته وويل:
«تاريخي اثار او لرغوني ځايونه د يوه هېواد د فرهنګي هويت ښکارندي کوي، هر هېواد چې د تاريخي اثارو او لرغونو ځايونو له پلوه شتمن و هغه د شريعت په تاريخ کې لوړ مقام لري، له بده مرغه د څلوېښت کلونو راهیسې په افغانستان کې يو داسې ملي حکومت نهدی رامنځ ته شوی چې ملي فکر ولري او د تاريخي اثارو د ساتنې او بيا رغونې لپاره ريښتنې هڅې وکړي، دولت خو خاصه توجه نهکوي اوس د ولس کار دی چې دولت دې ته اړ کړي، څو له تاريخي اثارو ساتنه وکړي.»
بل لور ته لرغون پوه او د پوهنتون استاد زلمی هوتک بيا وايي، يو هېواد پر تاريخ ژوندی دی او د تاريخ لویه برخه همدا لرغوني ځايونه او تاريخي اثار جوړوي او د همدې اثارو پر بنسټ د يوه هېواد پر تاريخ او فرهنګ قضاوتونه کېږي.
دی زياتوي، په افغانستان کې جګړه او ناامني هغه موارد دي چې بهرنيو هېوادونو د ډېرو اثارو د قاچاق او لرغونو ځايونو د ويجاړېدو لامل شوي دي.
هوتک کليد ته وويل:
«يو هېواد چې ژوندی دی او نوم یې يادېږي په تاريخ ژوند دی او د تاريځ لويه برخه همدا فرهنګي او هنر مسايل چې پهدې کې تاريخي اثار او لرغوني ځايونه هم شامل دي، جوړوي، کله چې د يو هېود پر تاريخ قضاوت او څېړنې کېږي، نو د همدغو تاريخي اثارو، شواهدو او شته اسنادو کېږي، نو د همدې لپاره د تاريخي اثارو ارزښت خورا زيات دی، که څه هم حکومت خپلې هڅې کړي دي، خو ناامني او جکړه بيا هغه مهم مسايل دي چې له امله یې ډېر شمېر اثار نورو هېوادونو ته قاچاق شول او ډېر شمېر ودانۍ تخریب شوې.»
په ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند صابر مومند بيا وايي، د دغه وزارت د ۵کلنې سټراټېژۍ لهمخې دوی هر کال خپلې کلنۍ بودجې ته په کتو سره په هېواد کې تاريخي او لرغوني ودانۍ او ځايونه رغوي او ساتنه یې کوي.
نوموړي د کابل سيند شاوخوا تاريخي ودانيو د بيارغونې او شېر دروازې تاريخي دېوالونو موضوع ته په اشارې وويل، د يوې هوکړې لهمخې له ارتل پله څخه تر محمودخان پله پورې د سيند غاړې ټولې شته تاريخي ودانۍ او د شېر دروازې تاريخي دېوالونو د اغاخان فرهنکي بنياد لهخوا رغول کېږي او يو شمېر یې رغول شوي هم دي.
«شاوخوا څلور کاله مخکې په بروکسېل کې د اغاخان له فرهنګي بنياد سره يوه هوکړه شوې وه چې له مخې به یې دغه بنياد د کابل سيند شاوخوا شته ټولې لرغونې ودانۍ او ځايونه د شېر دروازې ديوالونو په ګډون بېرته ورغوي، دوی خپل کار پيل کړی او ډېر شمېر ځايونه یې هم رغولي دي.»
د تاريخي اثارو او لرغونو ځايونو د لهمنځه تلو په تړاو راپورته شوې اندېښنې نوې موضوع نهده، له پخوا راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې تاريخي ځايونه د ړنګېدو له خطر سره مخ دي. تېر کال د غور منار جام هم د اورښتونو او سېلابونو له امله د ړنکېدو له جدي ګواښ سره مخ و. حکومت په وار وار سره ټينګار کړی چې له تاريخي اثارو به ساتنه کوي، خو ليدل کېږي چې په پلازمېنې کابل کې هم ډېری تاريخي ځايونه د ړنګېدو او له منځه تلو په حال کې دي.