ads

په پکتیکا کې روغتونونو ته ۱۶ ونټلاټور ماشینونه ورکړل شول

د پکتیکا عامې روغتیا رییس ډاکتر اسدالله رسولي له کلید سره په خبرو کې وویل، ۱۶ ونټلاټور ماشینونه د عامې روغتیا وزرات په بودیجه دوی ته اخیستل شوي او نن ورځ يې په دغه ولایت کې د بستر روغتونونو لپاره د مسولینو په واک کې ورکړل.

خیرالدین ذکي
22 زمری 1399
په پکتیکا کې روغتونونو ته ۱۶ ونټلاټور ماشینونه ورکړل شول

هغه څرګندوي، وړاندې په دې ولایت کې یوازي دوه د مصنوعي تنفس دا ډول ماشینونه موجود وو چې د ټول ولایت د ناروغانو لپاره يې بسنه نه کوله.
«۱۶ دانې ونټلاټورونه، ۴۰۷ د ماشینونو ټیوبونه او ۴۰۷ دانې ماسکونه هغو روغتونونو ته ورکوو چې بستر ولري لکه مرکز ښرنه کې ولایتي روغتون ، خیرکوټ ، ارګون ، سرروضه او همداشان وازیخوا ولسوالۍ روغتونونه.»
د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شېرپادشاه ارګونی وایي، په ۱۶ ونټلاټور ماشینونو او ورسره څنګ کې په یو شمېر نورو طبي توکو چې عامې روغتیا وزارت دوی ته سپارلي، څه باندې ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
نوموړي له روغتیا پالانو غوښتنه وکړه چې ټولو هغو روغتونونو ته دي دا ماشینونه ورکړي چې هغوی ورته اړتیا لري او د ناروغانو مراجعه ورته ډيره وي.
«دا وسایل باید په ګودامونو کې پاتې نشي بلکه په عملي ډول په روغتونونو کې ترې ګټه واخیستل شي تر څو هېواوال ورڅخه استفاده وکړي ، په ولایتي روغتون کې چې څومره اړتیا وي هغه دي پوره کړي نور دي د ولسوالیو روغتونونو ته انتقال شي.»
پر همدې مهال روغتیا پالان او د مدنې ټولنو غړي وايې له ونټلاټور څخه یوازي د کرونا ناروغانو لپاره نه بلکه د ډیری نورو تنفسي ناروغیو درلودنکو کسانو د تداوي لپاره ګټه اخیستل کیږې.
دوی څرګندوي پخوا دلته یوازي دوه د مصنوعي تنفس ماشینونه موجود وو چې یوازي یوه يې کار کاوو او د ټول ولایت د ناروغانو لپاره يې بسنه نه کوله.
«پکتیکا کې هم کرونا په پای ته رسیدو ده خو ونټلاټورونه د تنفسي ناروغانو لپاره اړین دي موږ هغوی ته ترې ګټه اخیستلای شو ، دلته تنفسي ناروغان ډير دي که نور ماشینونه هم ورکړل شي له دوی سره به لویه همکاري وي.»
یاده دي وي چې د کرونا وېروس پېښې د نور هېواد په څير په پکتیکا کې هم په پای ته رسیدو دي، خو روغتیا پالان وايې چې ونټلاټور ماشینونو ته په روغتونونو کې پرته له کرونا هم اړتیا شته ځکه چې د تنفسي ناروغانو په تداوي کې مهم رول لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA