ads

په پکتیکا کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت جامع مسجد جوړېږي

د پکتیکا مرستیال والي انجنېر شېربادشاه ارګوني له کلید سره په خبرو کې وویل، د جمهور رییس د ژمنې پر اساس په سرروضه ولسوالۍ کې د یو جامع جومات د جوړیدو چاري پیل شوې.

خیرالدین ذکي
22 زمری 1399
په پکتیکا کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت جامع مسجد جوړېږي

هغه څرګندوي دغه جومات په یوه وخت کې د ۸۰۰لمونځ کوونکو د ځایدو ظرفیت لري او د پکتیکا په نورو ولسوالیو کې به هم د دا ډول جامع جوماتونه جوړ شي.
د حج او اوقافو رییس مولوي ضبط الله ملنګ وايي، حکومت هڅه کوي چې د جوماتونو او دینې مرکزونو په جوړیدو سره خپل دینې او ملي مسولیت په سم ډول ادا کړي.
یاده دي وي چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې د یو یو جامع جومات د جوړیدو ژمنه کړې وه چې په پکتیکا کې يې پرون له سرروضې ولسوالۍ پیل وشو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA