ads

په خوست کې د ماینونو او مهماتو دوې زېرمې ترلاسه شوې

د کورنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوې چې ځواکونو یې په خوست ولایت کې یو موټرسایکل بم تر چاودنې وړاندې کشف او د ماینونو او نورو مهماتو دوې زېرمې یې تر لاسه کړې دي.

محمدخان بریال
22 زمری 1399
په خوست کې د ماینونو او مهماتو دوې زېرمې ترلاسه شوې

د خبرپاڼې په وینا، له یادو پټنځایونو څخه یو میل راکېټ غورځوونکې وسله، د دې وسلې ۷۲ مرمۍ،۲۲ قبضې لاسي بمونه او ۳۳ کړۍ فشاريٍ ماینونه کشف او ضبط شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، امنیتي ځواکونو د خوست ولایت د صبرۍ ولسوالۍ په “شیخ محمدي” کلي کې د ترهګرۍ پر وړاندې عملیاتو کې د یوې موترسایکل بم چاودنې مخه نیولې ده.
سرچینه وایي، ترهګرو غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک یاد موټرسایکل بم ته د خوست ولایت په “خلبیسات” بازار کې چاودنه ورکړي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA