د دوی په وینا، نښته د ملکي وګړو او د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو تر منځ شوې چې تر اوسه ۳۴ نظامي او ۸۴ ملکیان پکې وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې ټول روغتیایي مرکزونه تخریب شوي او دوی د روغتیایي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
د سرچینو په خبره، نښته د یو ځوان هلک او د سوډاني ځواکونو تر منځ د ځینو ستونزو پر اساس رامنځته شوې ده.
د دغه هېواد د پوځ ویاند وایي، امنیتي سرتیري سیمې ته رسېدلې او د حالت د کنټرول په هڅه کې دي.