ads

د خبریالانو د شکایتونو د ثبت لپاره پاڼه پرانیستل شوه

د خبریالانو د خوندیتوب او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون خبر ورکوي چې د ټول هېواد د خبریالانو د شکایتونو د ثبت لپاره د یادو کمېسیونو له خوا صفحه جوړه شوې ده.

محمدخان بریال
22 زمری 1399
د خبریالانو د شکایتونو د ثبت لپاره پاڼه پرانیستل شوه

د خبریالانو د خوندیتوب کمېسیون مشر صدیق الله توحیدي د چهار شنبې په ورځ خبري کنفرانس ته وویل، دغه پاڼه د دې لپاره جوړه شوې چې د هېواد په هره سیمه کې خبریالان اطلاعاتو ته د نه لاس رسي شکایتونه ثبت کړي.
د ده په وینا، دغه شکایتونه لومړی د خبریالانو خوندیتوب کمېټې او بیا وروسته اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون ته رسېږي او تر هغه وروسته د دواړو بنسټونو له لوري څېړل کېږي.
نوموړي له ټولو خبریانو وغوښتل چې د هرې سرچینې په تړاو خپل شکایتونه په یاده پاڼه کې د ځای پر ځای شوو لارښوونو اړوند ثبت کړي.
هغه ډاډ څرګند کړ چې په دې سره به د ټولو ثبت شوو شکایتونو ته رسېدنه وشي او شته ستونزې به هوارې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA