بینالافغاني مذاکرات باید د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ ۲۹مې نېټې د تړون پر بنست د مارچ پر لسمه پیل شوي وای، خو د بندیانو خوشې کولو پر سر له امریکا او طالبانو سره د افغانستان حکومت اختلافاتو دغه بهیر څو میاشتې وځنډاوه او حتا په پای کې د شاوخوا ۴۰۰طالب بندیانو د خوشي کولو پروسه دومره لانجمنه شوه چې د مشورتي لویې جرګې پښه یې هم رامیدان ته کړه.
په ټوله کې د سولې د ټینګښت هیلې چې د بندیانو خلاصون پر سر شتو اختلافاتو په ناهیلیو بدلې کړې وې، د پاتې طالب بندیانو د ازادولو فرمان په امضا کېدو سره بېرته وغوړېدې او نن سبا لیدل کېږي چې دواړه لوري د بینالافغاني مذاکراتو د ترسره کولو لپاره په تیاریو بوخت دي او هیله ده چې په څو ورځو کې دغه خبرې اترې پیل شي.
خو له دې ټولو خوشبینو سره سره چې ولس یې د بینالافغاني مذاکراتو د پیل په اړه لري، ځینې سترې نیمګړتیاوې او ستونزې هم تر سترګو کېږي چې له کبله یې ولس ته د دغو خبرو اترو په نسبت شکونه پیدا کېږي.
لومړنی مورد دا دی چې تر اوسه نه د افغانستان حکومت له لوري، نه د مصالحې شورا له خوا او نه هم قطر ته د افغانستان حکومت په استازیتوب د تلونکي پلاوي له خوا، د بینالافغاني مذاکراتو د اجنډا په اړه خلکو ته څه ویل شوي دي. دویم مورد دا دی چې ویل کېږي بینالافغاني مذاکرات به د رسنیو له دید څخه په څنګ ترسره شي او د مذاکراتو ورځنيو جزئیاتو ته به د افغانستان رسنیو استازي ډېر لاسرسی ونهلري.
له دې مواردو داسې ښکاري چې ګواکې دواړه لوري، لا هم په دې هڅه کې دي چې د دغه بهیر اساسي جزیات او ټکي له ولس څخه پټ وساتل شي او هېڅوک یې نه له اصلي اجنډا خبر شي او نه هم له اصلي پرېکړو او موضعنیونو.
که ماضي ته مراجعه وشي، دغسې پټپټونی د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون د امضا پرمهال هم څرګند وو او څوک نهپوهېدل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ څه روان دي؟ او په کومو ارزښتونو او ټکو یې ترمنځ خبرې کېږي؟
سربېره پر دې، دغسې تنګنظري چې په هېڅ وجه د منلو وړ نهده، دا په ډاګه کوي چې ګواکي تر کاسې لاندې کومه نیمکاسه موجوده ده؛ داسې یوه نیم کاسه چې ممکن د افغانستان ولس د تېرو کابو ۱۹کلونو په ترلاسه شویو ارزښتونو معاملو ته لاره اواره وکړي.
ځکه له دې پرته هېڅ داسې دلیل نه ترسترګو کېږي چې د هغه پر دې بنسټ دې ولس بېخبره پرېښودل شي او د رسنوالو لاسونه دې وتړل شي.
دا خبره ځکه مطرح کېږي چې له یوې خوا معلوماتو ته لاسرسی د خلکو مسلم حق دی او له بلې خوا که رسنۍ په دغسې غونډو کې برخه ونهلري او د مذاکراتو له بهیره راپورونه ورنهکړي، نه یوازې دا چې د سولې بهیر به خپل مشروعیت له لاسه ورکړي، بلکې د دې احتمال هم شته چې د ولس له پرېکون سره مخ شي او بالاخره د دغه بهیر په ناکامۍ پای ومومي.
نو په ټوله کې دا د افغانستان حکومت او طالب پلاوي ګډ مسوولیت دی چې له یوې خوا د افغانستان خلکو اساسي حقونو ته جدي پاملرنه وکړي او له بلې خوا د رسنیو تر مستقیم پوښښ لاندې بینالافغاني مذاکرات مخ ته یوسي. د دې کار ښېګڼه به دا وي چې له یوه لوري به هېڅوک د دغه بهیر په نسبت شک او تردید ونهلري او له بل لوري د اړتیا پرمهال د دې شونتیا هم رامنځ ته کېږي چې افغان ولس له اړتیا او وخت سره سم، خپل نظرونه له مرکچي پلاوو سره شریک کړي.