د ملي امنيت شورا د مشاوريت دفتر د اړيکو مسوول حشمت ناطق وايي، ياد ۴۰۰ طالب بنديان تر اوسه نهدي خوشي شوي، ښايي په راتلوونکو دوو ورځو کې خوشي شي.
په ورته مهال، د بينالافغاني مذاکراتو لپاره د حکومت مرکچي پلاوی وايي، د حکومت او طالبانو ترمنځ به مخامخ مذاکرات راتلونکې اوونۍ پيل شي.
د مرکچي پلاوي غړي وايي، د بينالافغاني مذاکراتو د پيلېدو په موخه به په يوې يا دوو قطر ته ولاړ شي.
د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح وايي، د بينالافغاني مذاکراتو لپاره اجنډا مشخصه شوې.
بل لور ته د سياسي چارو شنوونکي بيا وايي، د سولې په مذاکراتو کې بايد اروبند ته لومړيتوب ورکړل شي او د اساسي مورد په توګه مطرح شي.
د سياسي چارو شنوونکی سيد ناصر موسوي وايي، د جګړې دوام او د سولې پروسې د افغان حکومت دريځ کمزوری کړی او خلک یې د دې پروسې پر وړاندې بېباوره کړي.
د سياسي چارو يو شمېر نور شنوونکي بیا په بينالافغاني مذاکراتو کې د رسنيو د استازو نشت اټکل ته اندېښمن دي او زياتوي، حکومت بايد په دغو مذاکراتو کې د رسنيو ګډون ته زمينه برابره کړي.
د سياسي چارو شنوونکی صادق دانش وايي، حکومت بايد د رسنيو يوه ډله د سولې مذاکراتو په ځای کې ځای پر ځای کړي او حکومت او مرکچي پلاوی بايد شېبه په شېبه مالومات له دوی سره شريک کړي.
ټاکل شوې وه چې د حکومت او طالبانو ترمنځ به مخامخ مذاکرات د جولای مياشتې په نيمایي کې پيل شي، خو د ۴۰۰ طالب بنديانو پر سر د حکومت او طالبانو اختلاف هغه څه و چې دا مذاکرات یې ځنډولي وو.


