ads

په ننګرهار کې ۲۴ افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په پچیر اګام، خوږیاڼو او نازیانو ولسوالیو کې د سیمه‌ییزو پولیسو، ځایي پاڅونکوونکو او ملي اردو په ګډون ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جان اغا صالح
21 زمری 1399
په ننګرهار کې ۲۴ افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د یاد ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د پچیراګام ولسوالۍ اړوند په ګیره خیلو سیمه کې د محلي پولیسو پر پوستو برید کړی چې له امله یې شپږ محلي پولیس وژل شوي او پنځه نورو ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
خوږیاڼی وایي، په ورته وخت کې د لښکر اسلام په نوم وسله والې ډلې د نازیانو په ولسوالۍ کې د ملي اردو په امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پر مهال یې د ملي ارودو دوه سرتیري وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې وسله والو طالبانو په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ځایي پاڅونکوونکو پر پوستو بریدونه کړي چې پر مهال یې شپږ ځایي پآڅونکوونکي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA