ads

په ارزګان کې د کونځلو کښت ښه حاصل ورکړی

په ارزګان کې په اوسنيو وختونو کې د کونځلو کر زيات شوی او خلک يې له کرنې څخه خوښ دي.

احسان الله ولسمل
21 زمری 1399
په ارزګان کې د کونځلو کښت ښه حاصل ورکړی

له مرکز ترينکوټ سره کلا، بیدک کلی، سفر کلی او شاوخوا سيمو کې ډېرو بزګرو په خپلو ځمکو کې کونځلې کرلې دي.
د سيمي خلک وايي، مخکي به يې پخپلو ځمکو کې د نشه‌یی توکو کر کېله کول، چې ستړيا يې زياته وه، ګټه يې کمه وه؛ خو په خبره يې د کونځلو په کښت سره يې ورځنۍ چارې ښې شوې دي.
د ارزګان بزګران وایي، د کونځلو بیه هم د نورو حاصلاتو په پرتله ډېره ده، ځکه خو خلک اوس او د دغه کښت کر ته مخه کړې او د کوکناور پر ځاي پخپلو ځمکو کې کونځلې کري.
«زمانوم رازمحمد دی، ما تېر کال لږ د کونځلو تخم پيدا کړ. هغه ښه حاصل ورکړی، خواری يې هم کمه وه. سږکال مې پر هغو ټولو ځمکو کونځلې کرلې چې پخوا به مې کوکنار پرې کرل.»
د ارزګان د کرنې اومالدارۍ ریاست مسولین هم په دغه ولایت کې د کونځلو کښت ته خوشحاله دي او په خبره يې چې دغه کښت د کوکنارو يو ښه بديل دی.
د ارزګان د کرني اوبو لګولو او مالداري رياست مشر احمدشاه خيري وايي، په راتلونکو کلونو کې پلان لري چې پر مرکز ترينکوټ سربېره په ولسواليو کې هم خلکو ته د کونځلو د پروسس ماشينونه ورکړي، څو دغه کښت ښه وده وکړي.
«موږ هم د کونځلو کښت ته زيات خوشحاله يو، تراوسه په مرکز ترينکوټ او يو شمېر ولسواليو کې کروندګرو په خپلو ځمکو کې کونځلې کرلې دي. د ارزګان د کرني اوبو لګولو رياست پلان لري، څو په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې د کونځلو د پروسس لپاره کروندګرو ته ماشينونه ورکړي.»
دا په داسي حال کې ده چې تردې وړاندې خلکو پخپلو ځمکو کې په زياته اندازه د کوکنارو کرکېله کول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA