ads

هلمندیان د سولې راتګ ته ډېر خوښ دي

دوې ورځې وړاندې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو او د سولې په تړاو رابلل شوې لویه جرګه پای ته ورسېده.

حضرت محمد روحاني
21 زمری 1399
هلمندیان د سولې راتګ ته ډېر خوښ دي

د دې جرګې د پرېکړې له مخې به افغان حکومت پاتې طالب بندیان ازاد او د روانې زمري میاشتې پر ۲۶مه نېټه به بین الافغاني خبرې پیل شي.
د هلمند اوسېدونکي د لویې جرګې جوړېدو او د هغې پر شوو پرېکړو ډېر خوشحاله دي.
دوی زیاتوي چې له جګړو سخت ستړي شوي او د سولې په راتګ سره به د بیارغونې کارونه پیل او خلکو ته به کاري زمینه برابره شي:
«موږ د سولې راتګ ته ډېر خوښ یو او الله سبحانه وتعالی دې په افغانستان کې تلپاتې سوله راولي چې کارونه پیل او خلکو ته کاري زمینې برابرې شي.»
د دې تر څنګ هلته په مرکز لښکرګاه ښار کې د ګل اغا په نوم یو تن اشپز وایي، وروستیو جګړو یې پر کاروبار ناوړ اغېز کړی او هیله یې وښودله چې د سولې په راتګ سره به هر څه سم شي او اوسنۍ ناخوالې به پای ومومي.
دی وایي، دا چې سوله راتلونکې ده، خو پر کاروبار به یې مثبت اغېز وکړي:
«سولې ته ډېر خوښ یو، زموږ ټول کار په کلیو او وطنونو کې دی، لارې به خلاصې شي او زموږ د کار پر وړاندې به پراته خنډونه له منځه ولاړ شي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ناوخته جمهور رییس محمد اشرف غني د لویې جرګې د پرېکړې له مخې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو حکم لاسلیک کړ.
طالبان وایي، که یې بندیان ازاد شي، نو دوی په یوه اونۍ کې د بین الافغاني مذکراتو پيل ته چمتو دي او په ورته وخت کې یو شمېر معتبرو سرچینو رسنیو ته ویلي، ټاکل شوې چې بین الافغاني خبرې د روانې اسد میاشتې پر ۲۶مه نېټه پیل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA