ads

نورستاني زده کوونکي: له انلاین زده کړو هم بې برخې شوو

د نورستان ولایت د ښوونځیو زده کوونکي شکایت کوي چې د کورونا ناروغۍ د پیل راهیسې د رخصتیو په ورځو کې دوی ته د زده کړو زمنیه نه ده برابره شوې.

جان اغا صالح
21 زمری 1399
نورستاني زده کوونکي: له انلاین زده کړو هم بې برخې شوو

زده کوونکي وایي، د نورو ولایتونو د زده‌کوونکو په څېر د قرنطین په ورځو کې نه دوی ته د رسنیو او نه د انټرنېټ له لارې انلاین زده‌کړې ورکړل شوې دي.
د دوی په وینا، د کورونا له امله د ښوونځیو په تړل کېدو سره نه یوازې له حضوري زده کړو بې برخې شول، بلکې مسولینو یې نه پر نورو بدیلو لارو چارو غور کړی او نه یې د نورو ولایتونو په څېر د انلاین زده کړو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
«په نورستان کې نه راډیو شته، نه تلویزیون چې زده کوونکي یې له لارې زده کړې وکولای شي. له څو میاشتو راهیسې چې قرنطین و، ښوونځي تړل شوي او بېخې له زده کړو بې برخې پاتې یو.»
زده کوونکي تر پنځه میاشتني ځنډ وروسته د زده کړو بهیر بیا پیل ته خوښ دي او ټاکل شوې چې د راتلونکې سنبلې میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شي.
په همدې حال د نورستان د پوهنې رییس محمد امین حماد وایي، په څو ځلې یې پوهنې وزارت ته پر تعلیمي ادارو د بندیز د لېرې کېدو غوښتنه کړې، خو تر دې دمه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
«پوهنې وزارت ته مو په څو ځلې د زده کوونکو ستونزې رسولې، خو تراوسه مو په دې برخه کې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی. دلته د زده کوونکو ستونزې ډېرې دي، خو دولت د پام څه نه دي کړي.»
زده کوونکي داسې مهال د کورونا له امله د ښوونځيو له تړل کېدو شکایت کوي چې تازه د کابینې غړو د دولتي او خصوصي ښوونځیو د پرانستل کېدو پریکړه تصویب کړ، چې له مخې به یې د روان کال د سنبلې میاشتې له لومړۍ نېټې د دولتي ښوونځیو یولسم او دولسم، د شپنیو مکاتبو له اووم څخه تر دولسم او همداشان خصوصي ښوونځي به بیا له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي لارښوونو په پام کې نیولو سره پیل شي.
په نورستان کې ټول ټال ۲۴۲ بابه ښوونځي دي چې پکې شاوخوا د ۴۰ زره زده کوونکو له ډلې ۱۷ زره یې نجونې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA