د سرچینو په وینا، د دغه هېواد جمهور رییس میشل عون د لومړي وزیر استعفا منلې او له حکومت یې غوښتنه کړې چې د نوې کابینې د تشکیل لپاره هڅې وکړي.
د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د لبنان هېواد په پایتخت بېروت کې د چاودېدونکو توکو له کبله درنه چاودنه وشوه.
د لبنان د امنیتي چارواکو په وینا، څو ورځې وړاندې په پایتخت بېروت کې د وسلو په یوه زېرمه کې ۲۷۵۰ ټنه امونیم نایتریت چاودنه وکړه چې په ترڅ کې یې تر ۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.
تر دې پېښې وروسته هلته د خلکو له خوا پراخه لاریونونه پیل شول چې لاهم روان دي.
دوی ادعا کوي چې حکومت د بنسټیز بدلون په رامنځته کېدو او د فساد په مخنیوي کې پاتې راغلی او نور ورته دا حالت د زغم وړ نه دی.


