جمهور رییس غني هیله ښودلې چې تر دغه بهیر لږ تر لږه درې ورځې وروسته به بینالافغاني مذاکرات پیل شي او طالبانو ويلي چې یوه اوونۍ او یا ۱۰ ورځې وروسته به مذاکرات کېږي. په ټوله کې ولس غواړي چې بینالافغاني مذاکرات ژر پیل شي او د سرتاسري اوربند په رابطه پرېکړه وکړي.
د سولې مشورتي لويې جرګې دې پرېکړې ته چې طالب بندیان دې خوشې شي، د «زړهور اقدام» اصطلاح کارول شوې او ستایل شوې ده. دا خبره د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کړې ده.
نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، تر ۴۰کاله جګړې وروسته په افغانستان کې د سولې لپاره یو تاریخي او طلایي فرصت برابر شوی او له دغه فرصت څخه باید ټول افغانان ګټه واخلي او د سیمې او نړۍ امنیت لپاره هڅه وکړي.
دغه امریکايي ډپلوماټ دا هیله هم ښودلې چې په راتلونکو څو ورځو کې بندیان خوشي شي او ورپسې سملاسي بینالافغاني خبرې پیل شي.
طالبانو چې د جرګې تر جوړېدو دمخه یې هغه ناقانونه بللې وه، د جرګې تر پای ته رسېدو وروسته یې د دغې جرګې له مشورو او پرېکړو هرکلی کړی دی.
د سولې مشورتي لویه جرګه په داسې حال کې جوړه شوه چې جمهور رییس محمد اشرف غني د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو خوشي کېدل له خپل صلاحیت پورته خبره وبلله او د دغه کار لپاره یې د یادې جرګې د رابللو وړاندیز وکړ.
تر کومه ځایه چې موضوع د افغانستان په حکومت پورې اړه درلوده، ولیدل شول چې د بندیانو برخلیک د لویې جرګې پر مټ څرګند شو، نو تر دې زیات باید دغه بهیر ونهځنډول شي او د افغانستان ولس په انتظار ستړی نهکړای شي.
په ورته وخت کې اوس چې توپ د طالبانو په میدان کې دی، په کار ده چې د افغانستان ولس او حکومت د دغه حسن نیت پر وړاندې، یا د بینالافغاني مذاکراتو په درشل کې او یا هم د بینالافغاني مذاکراتو په لومړنۍ غونډه کې د سرتاسري اوربند په رابطه د ولس او حکومت غوښتنې ته لبیک وویل شي او پرې نهښودل شي چې د وینو رودونه د تېر په څېر وبهېږي.
ځکه د روان میلادي کال د فبرورۍ ۲۹مې نېټې د تړون له مخې د تاوتریخوالي کمول، له بهرنیو جنګیالیو سره د طالبانو د اړیکو پرې کول، اوربند ته غاړه اېښودل او بالاخره د بینالافغاني مذاکراتو پیلېدل؛ هغه مهم موارد دي چې د رد لپاره یې هېڅ دلیل نه تر سترګو کېږي. لیدل کېږي چې په تېره ټوله موده کې یوازې او یوازې د طالبانو غوښتنې عملي شوې او بس.
له بل لوري په همدې موده کې لیدل شوي چې د طالبانو د غوښتنو پر عملي کېدو د امریکا متحده ایالتونو هم خورا زیات ټینګار کاوه؛ نو له دې کبله د امریکا متحده ایالات هم خورا ډېر جدي مسوولیت لري چې له دې وروسته د افغانستان سولې او جګړې بهیر په پوره جدیت سره وڅاري. یا په بله وینا له زیات تمکین څخه لاس واخلي او د حکومت وسلهوال مخالفان دې ته اړ کړي چې هم اوربند ومني او هم بینالافغاني مذاکراتو ته کېني.
په ټوله کې ولس له ښکېلو خواوو، په تېره بیا افغان حکومت، طالبانو او امریکا څخه هیله لري چې د سولې اړوند، له ننګوونکو موضوعاتو تېر شي او نوي خنډونه رامخته نهکړي. له دې پرته به، هر هغه لوری چې ستونزې زېږوي او ولس کړوي، ملت ته ملامت او مختورن وي.