ads

زلمي خلیلزاد د لویې جرګې د پرېکړه لیک هرکلی کړی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، امریکا یو ډیموکراټ او د یو باحاکمیته افغانستان غوښتونکې ده، چې د ګاونډیانو او نړۍ لپاره ګواښ نه وي.

محمدخان بریال
20 زمری 1399
زلمي خلیلزاد د لویې جرګې د پرېکړه لیک هرکلی کړی

نوموړي زیاته کړې چې د لویې جرګې د پرېکړې پر اساس به تر څو ورځو د پاتې طالب بندیانو د خوشي کېدو بهیر هم پوره شي، د افغان حکومت مذاکره کوونکی ټیم به دوحې ته سفر وکړي او تر هغه وروسته به ډېر ژر بین الافغاني خبرې پیل شي.
خلیلزاد پر داسې مهال دا خوښي څرګندوي چې تېره ورځ لویې جرګې د نړیوال تضمین د شتون پر اساس د پاتې طالب بندیانو د خوشي کېدو پرېکړه وکړه.
د جرګې د پرېکړه لیک په دویمه ماده کې راغلي، یاده جرګه د مذاکراتو په مخ کې د خنډونو لېرکېدو او د وینې تویدنې مخنیوي لپاره د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو خوشي کېدل تاییدوي.
بلخوا، وسله والو طالبانو هم ویلي، که د دوی پاتې ۴۰۰ بندیان ازاد شي، دا ډله په یوه اونۍ کې د بین الافغاني خبرو پیل ته بشپړه چمتو ده.
دا جرګه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو برخلیک په تړاو رابلل شوې وه چې پرون پای ته ورسېده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA