ads

بین الافغاني خبرې د اسد پر ۲۶مه پیلېږي

د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د یوې معتبرې سرچینې له قوله ویلي، ټاکل شوې چې د افغانانو تر منځ مخامخ خبرې د روانې زمري میاشتې پر ۲۶مه پیل شي.

محمدخان بریال
20 زمری 1399
بین الافغاني خبرې د اسد پر ۲۶مه پیلېږي

په پام کې ده چې د دغه بهیر تر پیل وړاندې د لویې جرګې د پرېکړې پر اساس پاتې ۴۰۰ طالب بندیان ازاد شي او تر هغه وروسته به د معصوم ستانکزي په مشرۍ د افغان حکومت پلاوی له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره دوحې ته سفر وکړي.
په ورته وخت کې طالبانو هم په یوه اونۍ کې مخامخ خبرو ته بشپړ چمتوالی ښودلی.
سهیل شاهین له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي، که پاتې طالب بندیان ژر تر ژره خوشي شي، دا ډله په یوه اونۍ کې د مذکراتو لپاره بشپړه چمتو ده.
افغان حکومت او طالبانو دواړو تایید کړې چې د یادو خبرو لومړۍ ناسته به د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA