ads

په لبنان کې پراخه لاریونونه شوي

د لبناني رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د تېرې چاودنې له کبله لاهم د حکومت پر ضد لاریونونه روان دي.

شمس الرحمن شمس
19 زمری 1399
په لبنان کې پراخه لاریونونه شوي

دغه لاریون کوونکي تېره ورځ د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته هم ننوتي وو.
د سرچینې په وینا، لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي، پولیسو پر لاریون کوونکو اوښکې بهوونکي ګاز کارولي او په لسګونه کسان پکې ټپیان شوي دي چې ۵۵ تنه یې روغتونونو ته وړل شوي دي.
دا لاریونوال پر حکومت نیوکه کوي چې ولې د یادې پېښې په مخنیوي کې پاتې راغی.
دوی تر هغه وروسته دا لاریونونه پیل کړي چې د تېرې سه شنبې په ورځ د لبنان په مرکز بېروت کې د درنې چاودنې له کبله ۱۵۴ تنه ووژل شول او تر پنځه زره ډېر نور ټپیان شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA