د دې جرګې د ۵۰ کمېټو غړو پرېکړه کړې چې ۴۰۰ طالب بندیان دې تر نړیوال تضمین وروسته ازاد شي.
د یادې جرګې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، د مشورتي جرګې ګډونوال د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو ترڅنګ له قید او شرط پرته د دوه اړخیزه اوربند غوښتونکي دي.
د ناستې برخوالو د افغانانو تر منځ د مخامخ خبرو د ژر تر ژره پیل غوښتنه وکړه او د یو ټول شموله مرکچې پلاوي پر ټاکل کېدو یې ټینګار وکړ.
دا جرګه د جمعې پر ورځ پیل شوه او په پام کې ده چې نن پای ته ورسېږي.


