هندۍ رسنۍ خبر ورکوي چې پرون ماښام ناوخته ددغه هېواد هوایي شرکت یوه الوتکه له دوبۍ ښار نه هند ته پرواز کړی و چې د کیرالا ایالت په هوایي ډګر کې د ناستې پرمهال له خپل ټاکلي سړک څخه ښوېدلې او په منځ دوه ټوټې شوې ده.
د هند دولتي هوایي شرکت ویاند وایي، الوتکه کې د لسو ماشومانو په ګډون ۱۹۱کسان سپاره و چې په پېښه کې ۱۷تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي.
نوموړی زیاتوي چې د تېز باران او ناسمې هوا له کبله یاده پېښه رامنځته شوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ