ads

په مشورتي جرګه کې د بندیانو د برخلیک په اړه بحثونه پیل شول

د معلوماتو له مخې د ۵۰ کمېټو غړي به له طالبانو سره د پیلیدونکو بین الافغاني خبرو په اړه د افغانانو غوښتنې شریکې او افغان حکومت ته به یې وسپاري.

شمس الرحمن شمس
18 زمری 1399
په مشورتي جرګه کې د بندیانو د برخلیک په اړه بحثونه پیل شول

نن د سولې مشورتي جرګې دوېیمه ورځ ده او د جرګې ګډونوالو د پاتې ۴۰۰بندیانو د برخلیک په اړه بحثونه پیل کړل.

د معلوماتو له مخې د ۵۰ کمېټو غړي به له طالبانو سره د پیلیدونکو بین الافغاني خبرو په اړه د افغانانو غوښتنې شریکې او افغان حکومت ته به یې وسپاري.

تېر ماښام د مشورتي لویې جرګې کابو پنځوسو کاري کمېټو د خپلې لومړنۍ کاري ورځې بهیر پای ته ورساوه.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر او د مشورتي لویې جرګې غړی ضیاءالحق امرخېل وايي کمېټو د هغو څلور سوه طالب زندانیانو پر سر چې په ازادېدو یې جنجال دی، مشورې او بحثونه وکړل.

په ورته مهال د مشورتي لویې جرګې غړي وایي چې کاري کمیټو کې د جرګې غړو په ستر اکثریت،د طالبانو د پاتې ۴۰۰ زندانیانو د خوشي کېدو او ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو د پیلیدو غوښتنه کړې ده دا په داسې حال کې ده چې جمهور رییس محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې ته د وینا پر مهال وویل چې هر څومره ژر تصمیم ونیول شي په همغه اندازه به ژر بین الافغاني خبرې پیل شي.جمهور رییس وویل، اوس یوې دوه لارې سره مخ یو چې باید پرېکړه وشي او دا مالومه شي چې څه کوو،‌ او دا پرېکړه باید د ولس په مشوره وشي.

جمهور رییس وایي طالبانو ژمنه کړې که چېرې پاتې ۴۰۰ بندیان یې خوشي شي نو په درې ورځو کې به افغان حکومت سره خبرې پیل کړي،‌ او که خوشي نشي نو جګړه به لا سخته کړي.

د سولې مشورتي لویه جرګه پرون جمعه د جمهور رییس محمد اشرف غني په وینا پیل او تر یکشنبې پورې به دوام لري.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت په تېرو ۱۱کلونو کې درې نورې مشورتي لویې جرګې ترسره کړې دي چې دوه‌یې د سولې پروسې اړوند وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA