د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې مایک پمپیو د افغان سولې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړې دي.
مایک پمپیو پر خپله ټوېټر پاڼله لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره یې ټیلفوني خبرې کړې دي چې د یادو خبرو په جریان کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغان سولې او په دې برخه کې د ګډې همکارۍ په اړه ورسره غږېدلی.
امریکا او پاکستان داسې مهال د افغان سولې په اړه خبرې کوي چې په کابل د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره مشورتي لویه جرګه روان ده، که مشورتي لویه جرګه د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خوشي کولو پرېکړه وکړي، نو طالبان به په درې ورځو کې له افغان حکومت سره خپلمنځي خبرې پیل کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ