ads

خوستیان: سولې ته د رسېدو په پار دې طالب بندیان په مشروط ډول خلاص کړل شي

د خوست یو شمېر اوسیدونکي په ځانګړي ډول ځوانان وایي د طالب بندیانو د خلاصون په پار د راغوښتل شوې لویې جرګې یې هیله داده چې د بندیانو د خلاصون په تړاو مثبته خو مشروطه رایه ورکړي.

بختاجان بختیار
18 زمری 1399
خوستیان: سولې ته د رسېدو په پار دې طالب بندیان په مشروط ډول خلاص کړل شي

د خوست یو شمېر اوسیدونکي په ځانګړي ډول ځوانان وایي د طالب بندیانو د خلاصون په پار د راغوښتل شوې لویې جرګې یې هیله داده چې د بندیانو د خلاصون په تړاو مثبته خو مشروطه رایه ورکړي.

د ځوانانو په وینا چې بندیان دې د یوه معتبر نړېوال تضمین له مخې خوشي شي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالب وسله والو د دوحې له تړون وروسته د بین الافغاني خبرو د پیل پروړاندې لویه ستونزه له افغان حکومت سره د طالب بندیانو د خلاصون موضوع ده، چې د بین الافغاني مذارکراتو پروړاندې لوی خنډ بلل کیږي.

که څه هم افغان حکومت  د پنځه زره طالب بندیانو له جملې څلور زره شپږسوه خوشي کړي، خو موضوع هله لا جنجالي شوه، چې افغان حکومت پاتې څلور سوه بندیان په لویو جرمونو ککړ وبلل او افغان ولسمشر یې خلاصون له خپل واکه پورته او د لویې جرګې کار وباله.

اوس چې تېره ورځ په همدې خاطر لویه مشورتي جرګه رابلل شوې، نو د جرګې د غړو ترڅنګ په یو شمېر ولایتونو کې هم خلک د طالب بندیانو د خلاصون په تړاو بېلا بېل نظریات لري.

خوست کې یو شمېر ځوانان د لویې مشورتي جرګې څخه غواړي، چې د طالب بندیانو د خلاصون په تړاو دې مثبته خو مشروطه رایه ورکړي.

ددې ولایت اوسیدونکی حضرت الله ریان وایي، مشورتي لویه جرګه دې د طالب بندیانو د خلاصون په تړاو مثبته رایه ورکړي، خو ولې شرط دې پکې موجود وي:

(( له لویې مشورتي جرګې زموږ غوښتنه داده چې د طالب بندیانو د خلاصون په تړاو افغان حکومت ته مثبته مشوره ورکړي، خو په دې برخه کې دې له نړېوالې ټولنې د تضمین غوښتنه وشي، چې په راتلونکي کې له افغان حکومت سره په سمه معنی طالبان د سولې خبرو ته کېني.))

ددې ولایت دوه نور ځوانان سیف الله حیات او طایب الدین بریال وایي، که چېرې مشورتي لویه جرګه پدې موافقه وکړي، چې پاتې څلور سوه طالب بندیان دې ازاد کړل شي، په وینا یې غوښتنه دې وشي، چې سمدلاسه تاوتریخوالی کم او پرته له خنډ او ځنډ دې بین الافغاني خبرې پیل شي.

 (( زموږ هیله داده، چې که چیرې طالب بندیان خوشي کېږي، نو داسې تضمین دې واخېستل شي، چې ازاد شوي طالب بندیان به بیا د جګړې کرښې ته نه ځي او وروسته به د سولې پروړاندې نور خنډونه او شرطونه نږدي.))

طایب الدین بریال: (( مشورتي لویه جرګې دې دطالب بندیانو د خلاصون په مورد داسې تصمیم ونیسي، چې بین الافغاني خبرې پیل، تاوتریخوالی کم او دایمي اوربند او سولې ته زمینه برابره شي.))

یو بل ځوان سیف الله ظاهر له لویي مشورتي جرګې هیله لري، چې پرېکړه به یې د هېواد په ګټه تمامه شي، خو وایي که چېرې د جرګې غړي پدې باوري نه وي، چې طالبان به جګړه ودروي، نو بیا پدې فکر کول پکار دي:

(( که چېرې د جرګې غړي پدې باوري نه وي، چې طالبان به جګړه بس کړي، نو دلته قتلونه او لوی لوی جرمونه ترسره شوي او پدې برخه کې غور پکار دی.))

که څه هم تردې دمه د جرګې پرېکړه معلومه نه ده، ولې د ولس غوښتنه داده، چې بندیان دې خوشي، تاوتریخوالی دې کم شي، څو یوې تلپاتې سولې راتلو ته لاره هواره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA