ads

افغان بزګر: د پکتیکا مڼې د پاکستان په نوم نړیوال بازار کې پلورل کېږي

د پکتیکا ولایت ځايي اوسیدونکي او بزګر وايي د دې ولایت مڼې په غیر قانوني ډول ګاونډي هېواد پاکستان ته وړل کیږې.

خیرالدین ذکي
18 زمری 1399
افغان بزګر: د پکتیکا مڼې د پاکستان په نوم نړیوال بازار کې پلورل کېږي

د پکتیکا ولایت ځايي اوسیدونکي او بزګر وايې د دې ولایت مڼې په غیر قانوني ډول ګاونډي هېواد پاکستان ته وړل کیږي.

دوی څرګندوي پر ځای د دې چې یادې مڼې د افغانستان په نوم صادرې شي، پاکستان پرې خپله ټاپه لګوي او په نړیوال بازار کې يې په خپل نوم پلوري.

دغه کسان له دولت څخه د دې کار د مخنیوي غوښتنه کوي خو مسولین وايې په ټول توان هڅه کوي چې د افغانستان میوه جاتو ته په کور دننه بازار پیدا کړي او له هرې ممکنې لارې په ګټې اخیستنې يې د قاچاق مخه ونیسي.

د پکتیکا ځايي اوسيدونکي او بزګران په کرنې ریاست او نورو مسولو بنسټونو د نیوکې په کولو سره وايې هر کال زرګونه ټنه مڼه لاسته راوړي، خو سوداګر يې په یو او بل نوم ګاونډي هېواد پاکستان ته قاچاق کوي.

دوی څرګندوي په یادو مڼو د پاکستان ټاپه او نوم لګول کیږي او بیا په نړیوال بازار کې د دوی په نوم پلورل کیږي.

« اوس چې زموږ مڼې پخې شوي، د واڼه، میرامشاه او نورو ځایونو سوداګر راځي او مڼې وړي، دا مو څو ځله ویلي دي چې زموږ په مڼو باید د پکتیکا نوم ولګول شي، مڼې زموږ دي خو ټاپه او نوم د پاکستان پرې لګول کیږي همدا مڼې اروپا او نورو نړیوالو بازارونو کې پلورل کیږي، له دولت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې باید د دې کار مخه ونیسي.»

د سلیم په نوم یو کس کلید سره په خبرو کې وویل سږ کال په دې ولایت کې د مڼو حاصلات په بې ساري ډول زیات شوي او بزګرانو ډېرې خوارۍ ورسره کړې دي.

هغه وايې اړتیا ده چې خپله د افغانستان په نوم دا څه په بازار کې وپلورل شي، خو په خبره يې ځيني کسان په قصدي ډول دا مڼې پاکستان ته وړي او بیا يې هغه هېواد د خپل تولید په توګه په نړیوال بازار کې پلوري.

« زموږ مڼې باید د نورو هېوادونو په شان په رسمي او قانوني ډول انتقال شي، اوس دلته د قاچاق له لارې انتقالیږي ځیني يې په ګومل ، ځینې يې په انګور اډه او ځینې نور يې په کویټه اړوي، دا زموږ لپاره خورا بده خبره ده چې په لاهور ښار کې خپله مڼه ووینو چې د واڼه ادرس پرې لیکل شوي وي خو مڼه د پکتیکا له باغه وړل شوې وي.»

د پکتیکا کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وايي د نورو ټولو میوه جاتو په ګډون د مڼو لپاره د مناسب بازار پیدا کېدو په موخه يې هلې ځلې پیل کړي او کوښښ کوي چې له دې وروسته د دې سیمې مڼې په هیڅ صورت په غیر قانوني ډول ګاونډیو هېوادونو ته لاړې نه شي.

ابوبکر حقیار څرګندوي د کرنې وزارت پلان لري چې سږ کال د ملکي مامورینو او نظامي کسانو لپاره د خپل هېواد له تولیداتو ګټه پورته کړي، ځکه چې په دې سره هم بزګرانو ته ګټه رسیږي او هم د هېواد تولیداتو ته د خلکو پاملرنه ډيریږي.

« کرنې وزارت کار کوي او هڅه کوي چې دا تولیدات ضایع نه شي، له یو لوري دوی خپلې مڼې په سړو خونو کې وساتي او له بل لوري په کور دننه ورته بازار پیدا کړي، په داخل کې اوس اړتیا ډېره ده ، نورو هېوادونو ته چې قاچاق کیږي او بیا د هغوی په نومونو پلورل کيږي، د قاچاق د مخنیوي په موخه ډېر مکتوبونه راغلي، ګمرکات په جریان کې اچول شوي او قومندانۍ خبره ده، د قاچاق مخنیوي کیږې او ډاډ ورکوو چې له دې وروسته به زموږ مڼې په غیر قانوني ډول نه بلکه د افغانستان په نوم به صادریږي.»

یاده دې وي چې په وروستیو څو کلونو کې پکتیکا کې د مڼو کښت ته د بزګرانو پاملرنه ډېره شوې ده، اوس هر کال زرګونه ټنه مڼه دلته تولیدیږي او د بزګرانو په قول که دولت ورته پاملرنه وکړي د هېواد لویه برخه خلکو اړتیاوي له همدې ځایه پوره کېدای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA