ads

په هلمند کې د پاکستاني پوځیانو پرخلاف لاریون ترسره شو

دا لاریون د هلمند ځوانانو او مدني ټولنې لخوا ترسره شو چې پکې زرګونو کسانو برخه درلوده، دوی د پاکستاني پوځ وروستۍ کړنې د بشري حقونو خلاف او ښکاره تجاوز وباله.

حضرت محمد روحاني
17 زمری 1399
په هلمند کې د پاکستاني پوځیانو پرخلاف لاریون ترسره شو

دا لاریون د هلمند ځوانانو او مدني ټولنې لخوا ترسره شوچې پکې زرګونه کسانو برخه درلوده، دوی د پاکستاني پوځ وروستۍ کړنې د بشري حقونو خلاف او ښکاره تجاوز وباله.

لاریونکوونکو پر پاکستان هیواد یې غږ وکړ چي نور دې د افغانانو له زورولو څخه لاس په سر شي.

د پنجشنبې په ورځ د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې ددې ولایت د مدني ټولنې لخوا یو لاریون د پاکستان هیواد پرخلاف ترشره شو چې په دغه لاریون کې  پر زرګونو خلکو  ګډون درلود.

یادو لاریونکونکو د پاکستان هېواد بېرغ ته اور ورته کړ او د هغوئ کړنې یې د بشري حقونو خلاف یادې کړې دوی مرګ په پاکستان او پنجابیانو شعارونه ورکول.

ددغه لاریون پرمهال د هلمند مدني ټولنې مسوول اخترمحمد بادیزي پاکستان هېواد شیطان، ترورېست او د افغان خاورې دښمن یاد کړ او له مرکزي حکومته یې غوښتنه وکړه چې باید د پاکستان هېواد وړاندې چوپتیا پای ته ورسوي.«تاسو ولیدل چې په دې ورسیتو کې زموږ بې ګناه ولسو نه یې شهیدان کړل، وینې چې روزمره کڼړاو سپین بولدک ته توغندي راوغورځوي تاسو وینئ چې بهرامچه باندې دروازه او اغزن تار تېر کړی او داسې په سلګونه افغانو باندې ظلمونه کوي، نو که چېرې موږ هم داسې لاس ترزنې ورته کېنو نو دا معلومه خبره ده چې پاکستان غواړي افغانستان هېواد ترخپل کنټرول لاندې راولې »

په دغه لاریون کې ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه خلکو ګډون کړی و او د پاکستان هېواد یې جابر یاد کړ.

دوی پر ټولو هېوادوالو ږغ وکړ چې د پاکستان هېواد خلاف دي راپورته شي تر څو افغانان د پاکستان ظلم څخه وژغورل شي.

دوی همدارنګه پرنړیوالو ټولنو څخه هم وغوښتل چي د پاکستان او افغانستان ترمنخ دغه لانجې ته دې ژرترژره یو د حل لار ولټول شي. «موږ د پاکستان هېواد په وړاندې ولاړ یو تاسې ګورئ چې زموږ خویندې او میندې پرسړکانو شپې کوي او یا په مسجدونو کې شپي کوي ورسې وې ګورې څه حال یې دې موږ مسلمانانو یو باید په وړاندې غیرت وکړو»

«دلته ګورئ چې نن هغه هېواد وال راټول شوي چې د پاکستان د هغه وحشت او بریدونو پرضد چې د اختر په شپه زموږ بې ګناه افغانان په شهادت ورسول او اوس هم په هره ورځ کې په لاروکې ورته مشکلات جوړه وي»

د پاکستان هېواد په خلاف دغه لاریون ترسره کېږي چې څو ورځې وړاندې دسپین بولدک او چمن د لارې پر سر هغه مسافر چې دواړو غاړو ته بند پاتې شویو و د پاکستاني پولیسو سره په تاوتریخوالي واوښتل او له هغه وروسته د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوه چې له کبله یې ۱۶ملکي افغانان ووژل شول او تر ۵۰ زیات یې ټپیان شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA