ads

د پاکستان حکومت تعلیمي ادارو ته د فعالیت اجازه ورکړه

د پاکستان حکومت پلان لري چې د راتلونکې میاشتې په  ۱۵مه نېټه به د زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

شمس الرحمن شمس
17 زمری 1399
د پاکستان حکومت تعلیمي ادارو ته د فعالیت اجازه ورکړه

پاکستان د کوويډ – ۱۹ ناروغانو شمېر کې تر زیات کموالي وروسته محدودیتونه نرم کړي او د راتلونکې میاشتې میلادي له ۱۵مې نېټې څخه يې د ښوونځیو د پرانېستلو اعلان کړی دی.

د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان ولسونو ته د یوې غونډې پر مهال وویل چې له دې وروسته به ګرځندوی سیمې، هوټلونه، او ګڼ نور کاروباري مرکزونه به سر له نن پرانیستي وي او پاتې نور فعالیتونو ته به د اګست میاشتې په لسمه نېټه اجازه ورکړل شي.

عمران خان همدارنګه وویل چې  د سیل سیمې د اګست له اتمې او تعليمي ادارې به د سپټمبر په پنځلسمه نېټه پیل شي.

پاکستان د کورونا له کبله پر بندیزونو داسې مهال نرمښت راولي چې د روغتیایي چارواکو په خبره هلته اوس د کورونا ناروغي کمه شوې ده.

د دوی د معلوماتو له مخې په یاد هېواد کې تراوسه د مثبتو پېښو شمېر تر دوه لکه اتیا زره اوښتی او تر دوه نیم لکه زیات کسان رغېدلي، خو تر شپږ زره کسان له کوويد-۱۹ ناروغۍ مړه شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۸ میلیونه اوښتی او تر نیم میلیون ډېر کسان تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA