ads

د نورستان سندرغاړي: پخوانۍ دودیزه موسیقي د ورکېدو له ګواښ سره مخ ده

ځایي چارواکي وایي، هڅې یې پیل کړي چې د نورستان پخوانۍ د دودیزې موسیقۍ تر څنګ د خلکو لرغونی کلتور ژوندی وساتي.

جان اغا صالح
17 زمری 1399
د نورستان سندرغاړي: پخوانۍ دودیزه موسیقي د ورکېدو له ګواښ سره مخ ده

د نورستان ځایي سندرغاړي وایي، پخوانۍ دودیزه موسیقي یې د ورکېدو له ګواښ سره مخ ده.

د دې هره دره او ولسوالي ځانګړې موسیقي لري خو د کانتیوا درې د خلکو یې ډېره مشهور ده.

ځایي چارواکي وایي، هڅې یې پیل کړي چې د نورستان پخوانۍ د دودیزې موسیقۍ تر څنګ د خلکو لرغونی کلتور ژوندی وساتي.

 مشهوره کانتیوایي موسیقي

دا په ختیځ نورستان کې د ځوانو ا وسیمه ییزو سندرغاړو غږ دی چې خپله پخوانۍ دودیزه موسیقي یې د محفلونو په جوړېدو ورکېدو ته نه ده پریښې.

د نورستان ځایي سندرغاړي له ننګونو سره سره د پلرونو او نیکونو د ورپاتې موسیقۍ دود ژوندی ساتلی.

دوی وایي، له کلونو راهیسې یې دا لومړی ځل دی چې موسیقي غږوي ځکه دلته له ډیرو خواوو د موسیقۍ پر دا شان بنډارونو بندیزونه شته.

محلي سندرغاړي اندېښنه لري او که حکومت د نورستانیانو پخوانیو رواجونو او د موسیقۍ  ودې او ژوندۍ ساتلو ته پام ونه کړي ښایي د کلتور ډیره برخه یې د وخت په تیروېدو ټکنۍ او له منځه لاړه شي.

د نورستان دوه محلي سندرغاړي په اړه وایي:

(( مونږ له ډیر وخت وروسته دا ډول پروګرام برابر کړی حکومت سندرغاړو ته هیڅ پام نه دی کړی هیله ده چې حکومت د سندرغاړو ژوند ته پام وکړي.))

که څه هم د نورستان هره دره او ولسوالۍ د موسیقۍ بڼې سره توپیر لرې خو د کانتیوا درې هغه یې ډیره مشهوره ده.

نورستان اوسیدونکی عبدلقهار وایي، که څه هم نورستانیان تر ډیره خپل کلتور او رواج پاللو ته ژمن پاتې شوي، خو جګړې او روانې نا امنۍ د پخوا په پرتله د کلتور رنګه پیکه کړې.

(( د پخوا په پرتله اوس خلک خپل فرهنګ نشي پاللی ځکه امنیتي او کلتوري ستونزې د پخوا په پرتله ډیر دي.))

په همدې حال کې د نورستان ځایي چارواکي هم مني چې په تیرو کلونو د دې ولایت د موسیقۍ ودې او فرهنګ ژوندي ساتلو لپاره د پام وړ کار نه دی شوی.

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس فضل الحق خالقیار وایي، هڅې یې پیل کړي چې د دې ولایت د پخوانۍ موسیقۍ د ودې او کلتوري ژوندي ساتلو لپاره به هلې ځلې ګړندۍ وساتي.

((د نورستان ډیر مشهورې موسیقۍ له ورکیدو سره مخ دي خو مونږ به هڅه وکړو چې دا موسیقي او د دې ولایت غني کلتور ژوندی وساتو.))

نورستان چې د چاپیریال ساتنې ادارې تازه د هیواد دریم ملي پارک او د وحشیو ژویو د ساتن ځای په توګه نومولی چې په دې وروستیو کې ورته دکورنیو سیلانیانو پام ور اوښتی.

که څه هم نورستان کې د ځانګړي دود دستور او نندارو پخوانی خوند نه دی پاتې خو محلي سندرغاړو یې دا دود په خپلو سندرو یو حده ژوندی ساتلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA