ads

جمهور رییس غني: غوره ده چې مشورتي لویه جرګه ژر تصمیم ونیسي

جمهور رییس محمد اشرف غني مشورتي لویې جرګې ته وویل اوس یوې دوه لارې سره مخ یو چې باید پرېکړه وشي او دا مالومه شي چې څه کوو،‌ او دا پرېکړه باید نن یا سبا وشي.

شمس الرحمن شمس
17 زمری 1399
جمهور رییس غني: غوره ده چې مشورتي لویه جرګه ژر تصمیم ونیسي

جمهور رییس محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې ته د وینا پر مهال وویل چې د سولې پروسې لپاره یې ټولې قانونې هڅې کړې دي او تر اوسه یې د حسن نیت له مخې د طالبانو ۵۱۰۰تنه بندیان خوشي کړي دي.

جمهور رییس زیاته کړه د سولې لپاره ژمن دی، خو په خبره یې پاتې څلور سوه طالب بندیان چې لویو جرمونو کې لاس لري جرګه به یې په اړه پرېکړه کوي.

«د مشورتي لویې جرګې محترمو غړو او د ملت درنو استازو، خویندو او ورڼو ستاسې د نن او سبا ورځې تصمیم ډېر مهم دی،زه ستاسې په دیانت او وطن دوستۍ باور لرم، د بین المللي ټولنې هیله  داده څومره ژر چې تاسې تصمیم ونیسئ بهتره به وي، غوره به وي چې تصمیم نن یا سبا لخیره ونیسئ، ترڅو د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات پیل شي»

جمهور رییس وویل، اوس یوې دوه لارې سره مخ یو چې باید پرېکړه وشي او دا مالومه شي چې څه کوو،‌ او دا پرېکړه باید د ولس په مشوره وشي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي‌ چې که چېرې پاتې ۴۰۰ بندیان یې خوشي شي نو په درې ورځو کې به افغان حکومت سره خبرې پیل کړي،‌ او که خوشي نشي نو جګړه به لا سخته کړي.

د سولې مشورتي لویه جرګه نن جمعه دجمهور رییس محمد اشرف غني په وینا پیل او تر یکشنبې پورې به دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت په تېرو ۱۱کلونو کې درې نورې مشورتي لویې جرګې ترسره کړې دي چې دوه‌یې د سولې پروسې اړوند وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA