ads

ارګ: مشورتي لویه جرګه به د جمور رییس په وینا سره پیل شي

ارګ ته نږدې سرچینې وایي چې مشورتي لویه جرګه به د مصالحې عالي شورا ریس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ او د جمهور رییس محمد اشرف غني په پرانیستونکې وینا سره پیل شي.

شمس الرحمن شمس
17 زمری 1399
ارګ: مشورتي لویه جرګه به د جمور رییس په وینا سره پیل شي

ارګ ته نږدې سرچینې وایي چې مشورتي لویه جرګه به د مصالح عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ او د جمهور رییس محمد اشرف غني په پرانیستونکې وینا سره پیل شي.

د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون وایي چې د جرګې لپاره له ولایتونو ټول غړي رارسېدلي دي.

د دغه کمېسیون رییس معصوم ستانکزي په خبره د جرګې لپاره ۳۲۰۰تنه د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغوښتل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت په تېرو ۱۱کلونو کې درې نورې مشورتي لویې جرګې ترسره کړي دي چې دوه‌یې د سولې پروسې اړوند وې.

 مشورتي لویه جرګه د افغانستان عنعنوي دود دی او په هېواد کې مهمو او لویو موضوعاتو اړوند د حکومتونو لخوا رابلل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA