ads

ښوونکي: په خوست کې ځينې کړۍ ددوی د ښارګوټي جوړېدو مخه نیسي

د خوست د مرکز په ګډون د ځاځي میدان، صبریو او یعقوبيو، علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ ښوونکي نن ورځ د اعتراض په بڼه په دې موخه راټول شوي وو، چې ګني د ښار په ختيځه برخه کې د صحرا باغ ترڅنګ هغه شپږسوه جريبه ځمکه چې د ۲۵۰۰ ښوونکو د ښارګوټي لپاره ځانګړي شوې وه، خو اوس مهال يې پرو اندې ځينې اشخاص خنډونه جوړوي.

بختاجان بختیار
16 زمری 1399
ښوونکي: په خوست کې ځينې کړۍ ددوی د ښارګوټي جوړېدو مخه نیسي

د نجم الدین په نوم یو تن ښوونکی وايي، پنځلس کاله وړاندې حکومت ورسره پدې سيمه کې د استوګنې لپاره د نمرو د ورکړې ژمنه کړې وه، چې لومړني کارونه يې هم خلاص شوي دي، خو اوس مهال د متون قوم اړوند ځينې مشران يې پدې بهانه مخه نيسي چې ګني دا د پاچاخان پوهنتون لپاره ځانګړې شوې ده:
«موږ ته د ښارګوټي حق لومړۍ پخواني ولسمشر حامدکرزي راکړي، بیا اوسني ولسمشر اشرف غني، خو اوس د متون قوم ځينې مشران زموږ ددغې پروژې مانع جوړیږي.»
یو بل ښوونکی عمري ګل وايي که چيرې ددې ښار ګوټي پر وړاندې شته ستونزې لرې نشي، دوی به لاريونونو ته مخه کړي او لويې لارې به وتړي:
«زموږ اخیرې خبره داده، که چیرې په شلو ورځو کې زموږ ستونزه حل نه شي بیا چې هرډول ستونزې جوړیږي مسولیت به یې د اړوند خلکو او دولتي ادارې پرغاړه وي.»
په ورته مهال د متون د سیدخېلو قوم یو تن استازی رحیم شاه وايي یاده ځمکه مالچر دی او د ځمکوالۍ د قانون پراساس هرډول پراختیایي او دنورو پروژو د جوړولو پرمهال باید له قوم سره مشوره وشي او ددوی په خوښه پکې د عامه ګټو پروژې پلي شي.
دوی په ورته مهال وایي یاد قوم یوازې د پاچاخان پوهنتون د جوړیدو لپاره دا ځمکه ورکوي او له هغې پرته یې د نورو پروژو لپاره چاته پکې د کار کولو اجازه نه ورکوي:
«په دې سیمه کې د ښوونکو لپاره د ښارګوټي جوړولو په خاطر نه له دوی سره مشوره شوي او نه یې چاته ورکوي، چې پکې ښارګوټی جوړ کړي.»
د خوست د والي ویاند طالب منګل وایي، ولایتي اداره د ښوونکو ټولو حقوقو ورکولو ته ژمنه ده، خو په خبره یې ځينې موضوعات وخت ته اړتیا لري:
«ولايتي اداره ژمنه ده چې ښوونکو ته خپل حقوق ورکړي، خو ولې ځينې موضوعات وخت ته اړتیا لري، موږ به د قانون او طرزالعملونو مطابق ددوی ستونزو ته رسیدنه کوو.»
دا لومړۍ ځل نه دی، چې پدې ولایت کې ښوونکي دوی ته د استوګنې لپاره د نمرو د نه ورکړې له کبله اعترازیه غونډه کوي، بلکې له دې وړاندې هم څو څو وارې دوی ورته غونډې او لاریونه کړې، خو تردې دمه یې ستونزه نه ده هواره شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA