ads

په بېروت کې د چاودنې د مړو شمېر ۱۳۵ تنو ته لوړ شو

د لبناني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په پایتخت بېروت کې د وړمې ورځې په چاودنه کې تر اوسه ۱۳۵ کسان وژل شوي او تر پنځه زره ډېر بیا ژوبل شوي دي.

محمدخان بریال
16 زمری 1399
په بېروت کې د چاودنې د مړو شمېر ۱۳۵ تنو ته لوړ شو

د سرچینې په وینا، په یاده پېښه کې خلکو ته پراخه مالي زیانونه هم اوښتي چې نېږدې ۳ سوه زره لبنانیان یې بېکوره کړي او تر اوسه یې ټول مالي زیان پنځه میلیارده ډالر اټکل شوی دی.
همدا راز نږدې ۳ سوه زره لبنانیان ددغه چاودنې له امله بېکوره شوي او کورونه یې په چاودنه کې له منځه تللي.
د دغه هېواد جمهور رییس میشل عون وايي، چاودنه په ۲۷۵۰ ټنه امونیم نایټرټ زېرمه کې رامنځته شوې چې په یوه ګودام کې د خوندیتوب له احتیاطي تدبیرونو پرته ساتل کېدل.
بلخوا، د لبنان کابینې د هغو کسانو د کوربندۍ اعلان کړی چې په یاده پېښه کې ښکېل بلل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA