ټاکل شوې چې دغه جرګه د جمعې په ورځ په کابل کې پیل شي او څه باندې درې زره کسان به پکې ګډون وکړي.
د چارو یو شمېر شنونکي وایي، په داسې حال کې چې د سولې یو لوری طالبان او د جګړو اصلي قربانیان ولس دغه جرګه ناقانونه او غیرې ضروري ګڼي نو یاده جرګه به د سولې لپاره هم کومه لاسته راوړنه ونه لري.
د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی محمدشفیق امین وایي، دا یوه ملي او ولسي جرګه نه ده او د دغه جرګې له لارې حکومت یوازې غواړي چې خپلو د سولې سیاستونو ته ولسي رنګ ورکړي:«دا یوه حکومتي جرګه ده، دا یوه ولسي او ملي جرګه نه ده او دا کسان له ټول ملت څخه استازیتوب نه شي کولای او دا یوازې د حکومت لپاره دا لاسته راوړنه لري چې خپل د سولې سیاست ته ملي او ولسي رنګ ورکړي.»
په ورته وخت کې د سیاسي چارو بل شنونکی سردارمحمد همدرد وایي، دغه جرګه د سولې پروسه له خنډ سره مخ کوي او په وینا یې په اوسنیو حالاتو کې د لویې مشورتي جرګې رابللو ته هیڅ اړتیا نه وه.
همدرد وایي، د لسیزو جګړې د پای ته رسولو لپاره باید یوه او بله بهانه جوړه نه شي او په وینا یې دا زندانیان هم باید خوشې شوي وی ترڅوبین الافغاني خبرو ته لاره هواره شوې وی:«دا یوه بې منطقه خبره ده چې په یوه هېواد کې له ۴۰ کلنې جګړې وروسته موږ سولې ته نېږدې شوي یو خو اوس په یوه وړه موضوع د ۴ سوه بندیانو په موضوع جرګه راغواړو او دا پروسه له خنډ سره مخ کوو، دا یوه بهانه ده،۴ نیم زره بندیان چې خوشې شول دا ۴ سوه هم باید خوشې شوي وای موږ دا جرګه د سولې پر وړاندې خنډ بولو او بې ځایه پرې د یوه بېوزله ولس سلګونه میلیونه افغانۍ لګول کیږي.»
په ورته وخت کې عام خلک هم د سولې مشورتي جرګې ته ډیرهیله من نه دي او وایي، یوازې پرې لګښت کیږي او د خلکو لارې بندیږي نور دا جرګې د سولې لپاره هیڅ ګټه نه کوي.
د کابل دوه تنو اوسېدونکو خپل نظرونه له کلید سره داسې شریک کړل.
د یادولو وړ ده چې تېر کال د غویي میاشتې په نهمه نېټه هم د پنځو ورځو لپاره د سولې په اړه ورته مشورتي لویه جرګه جوړه شوه او حکومت ته یې یو لړ سپارښتنې درلودې خو منتقدین وایي چې هغه جرګې د سولې لپاره کومه ګټوره تګلاره وړاندې نه کړه او یوازې ډيرې پیسې پکې شخصي جیبونو ته واچول شوې.