ads

د سولې مشورتي جرګه، هیلې او ناهیلۍ

په پام کې ده چې د سولې مشورتي لویه جرګه سبا جمعه د اسد پر ۱۷مه نېټه پیل شي. ویل کېږي چې په دغه جرګه کې به شاوخوا ۳۲۰۰ تنه برخه واخلي. له دې ډلې شاوخوا ۷۰۰تنه یې مېرمنې دي. د جرګې ډېری غړي له ولایتونو او ولسوالیو غوره شوي او ویل کېږي چې اکثریت یې د تېرې مشورتي لویې جرګې استازي دي او د هماغه لېست پر بنسټ راغوښتل شوي دي.

محمدخان بریال
16 زمری 1399
د سولې مشورتي جرګه، هیلې او ناهیلۍ

د دغې جرګې عمده هدف دا دی چې له یوې خوا د سولې څرنګوالی او حدود بیاځلي یا له سره تعریف کړي او له بلې خوا د طالبانو د پاتې شاوخوا ۴۰۰بندیانو برخلیک روښانه کړي.
د جرګې راغوښتلو بحث تر هغه وروسته زور واخست چې جمهور رییس غني د اختر پر لومړۍ ورځ د پاتې طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه ځان بې‌واکه وباله او ویې‌ویل چې دا پرېکړه به ولس کوي.
د دغې جرګې د دارالانشاء مشر عبدالسلام رحیمي رسنیو ته ویلي، جمهور رییس غني ځکه د دغې جرګې د جوړېدو تصمیم ونیو چې د بین‌الافغاني مذاکراتو د ځنډ له کبله جګړو شدت موندلی او ملکي مرګ‌ژوبله زیاته شوې ده. د رحیمي د استدلال له مخې، دغې جرګې ته ځکه بیړه وشوه چې د سولې روان بهیر مثبتې پایلې ته ورسېږي او د دولت مرکچي ټیم ته د جرګې له هرې کمېټې سره د مستقیمې اړیکې او ارتباط فرصت په لاس ور شي.
په ټوله کې د سولې مشورتي لویې جرګې ته د حکومت له ټولو خوشبینیو سره سره، د دغې جرګې له جوړېدو سره په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه مخالفتونه هم شوي او داسې ښکاري چې چندان د پام وړ ملاتړ یې لا نه‌دی خپل کړی.
ولسي جرګې که څه هم پرېکړه کړې چې په دغه جرګه کې به ګډون کوي، خو د دغې جرګې رییس میر رحمن رحماني پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي و چې دا جرګه غیر قانوني ده. هغه استدلال کاوه چې په ملي مسایلو کې د خلکو رایو ته مراجعه یو اصل دی؛ خو تر څنګ یې ویلي وو، کله چې د خلکو رښتینې استازي په ملي شورا کې حضور ولري، بیا څه اړتیا ده چې دغسې یوه جرګه دې جوړه شي.
سربېره پر دې داسې ښکاري چې امریکا دې هم له دغه بهیر سره چندان هم‌لورې نه‌وي، ځکه له ملا برادر سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په ناسته او لیدنه کې نه‌یوازې پر جرګې بحث نه‌دی شوی، بلکې د طالب بندیانو خوشې کېدل خورا «مهم» بلل شوي وو او ټینګار پرې شوی وو.
پر دې سربېره له جرګې سره د طالبانو مخالفت هم دا ټکی څرګندوي چې طالبان او امریکا چې په خپلو کې د سولې تړون لري، دغې جرګې ته له یوې زاویې څخه ګوري. طالبان خو لا څو ګامه نور هم مخته تللي او وايي چې دا جرګه د افغانستان ولس استازیتوب نه‌شي کولای. د طالبانو په اعلامیه کې حتا حکومت ته ګوته نیول شوې چې غواړي د دغې مشورتي لویې جرګې له لارې د افغانستان ولس د هیلو پر ضد ګټه پورته کړي، خو حکومت لا په څرګند ډول په دې اړه وضاحت نه‌دی ورکړی.
بالاخره له دغو هیلو او ناهیلیو سره سره، د جرګې لګښتونو په اړه هم پوښتنې موجودې دي. د تېر کال په مشورتي جرګه کې کابو ۲۵۰میلیونه افغانۍ لګښت شوی و، خو اوس چې د استازو د غوراوي ستونزه وار له مخه حل شوې، ۳۳۰میلیونه افغانۍ ورته په نظر کې نیول شوې دي. دې ټکي دا وېره پیدا کړې چې هسې نه د تېر په څېر دا ځل هم میلیونونه افغانۍ د دیګ مصالې خوراک شي.
په هرحال، له دې ټولو اندېښنو سره سره چې افغان حکومت تصمیم نیولی چې دا جرګه به سبا جوړه شي، دا پوښتنې مطرح کېږي چې دغه جرګه به په رښتینې مانا څه پایله ولري، د افغانستان سولې نقشه به څرنګه مدیریت کړي او د بندیانو خوشې کولو په اړه به څه رایه ولري؟ ایا دغه سلا مشورې به د بین‌الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته لار هواره کړي او که نه؟ او بالاخره حکومت به تر کومې کچې په دغو سلا مشورو او وړاندیزونو عمل وکړي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې وروسته به ځواب شي او ولس ناچاره دی چې لا هم له زغم او صبر کار واخلي او د سولې په هیله شپې سبا کړي؛ هغه سوله چې لا هم د ابهام په پرده کې ورکه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA