ads

ملګرو ملتونو په افغانستان د ترهګرو د محاکمې غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ ډېرېدو غوښتنه کړې ده.

محمدخان بریال
16 زمری 1399
ملګرو ملتونو په افغانستان د ترهګرو د محاکمې غوښتنه کړې

یادې شورا په ننګرهار کې د وروستي ترهګریز برید په اړه غبرګون ښودلی دی او هغه یې په کلکو ټکو غندلی دی.
دې شورا زیاته کړې، اوس اړتیا ده چې د داسې بریدونو او ترهګرو ډلو مالي ملاتړي، همکاران، روزونکي، تجهیزوونکي، مشران او لارښوونکي عدالت ته راکش شي او د نړیوالو قوانینو په رڼا کې محاکمه شي.
د سرچینې په خبره، په افغانستان کې د ترهګرو اوسني فعالیتونه نه یوازې دغه هېواد، بلکې ټولې نړۍ ته ګواښ دي چې باید نړیوال دې مسلې ته جدي پام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA